د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د يادې جرګې رییس عبدالروف ابراهيمي وویل، په داسې حال کې، چې د سلواغې له لومړۍ نيټۍ وروسته د ملي شورا د غړيو ژمني تعطیلات پېليږي تر اوسه لا هم ولسمشر د وکيلانو د امنیت په اړه فرمان نه دی صادر کړی.
ابراهيمي زیاته کړه، چې ولسمشر محمد اشرف غني باید د وکیلانو د امنیت په برخه کې جدي و اوسيږي.
همدارنګه نوموړي، له امنيتي ادارو غوښتنه وکړه، چې د وکيلانو امنیت ته دې جدي پاملرنه وکړي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې د منشي نایب عرفان الله عرفان د دې جرګې د یوه کال د کړنو په اړه د جرګې غړيو ته راپور وړاندې کړ.
په دغه راپور راغلي، چې د يوه کال په اوږدو کې ۵۱ عمومي غونډې جوړې شوې دي، چې ۲ يې استیضاحیه ۱۵ استجوابیه، ۳ استماعیه یوه يې پټه او ۳۰ عادي غونډې دي.
همدارنګه په راپور کې دا هم ویل شوي، چې په تېر یوه کال کې ۳۹ تقنيني سندونه، چې قوانین او نړېوال سندونه دي تصویب او د ولسمشر ۷ تقنيني فرمانونه رد شوي دي.
عرفان الله عرفان د راپور وړاندې کولو پر مهال زیاته کړه، چې د تېر یوه کال په موده کې د ولسمشر په فرمانونو کې تعدیلات هم راوستل شوي دي.
د راپور پر بنسټ تر اوسه د جرګې ۱۸ ګونو کمېسيونونو ۵۵ غونډې کړي او له ۱۵۰۰ څخه د زیاتو خلکو شکایتونو د څېړنو ترڅنګ د رییسانو د کمېټي غونډې هم جوړې شوې دي.
د ولسي جرګې د رییسانو کمېټې د لسم اجلاس په ترڅ کې ټولې ۱۱ غونډې جوړې کړې دي او د ولسي جرګې د عمومي غونډو د اجنډا د ټاکلو ترڅنګ ۱۱۱ نورې مهمې موضوع ګانې فیصله او په اړه يې اړين تصميمونه نيولي دي.
د ملي شورا غړي په کال کې ۳ میاشتې تعطیلات لري، چې ۴۵ ورځې یې په دوبي کې او ۴۵ ورځې یې هم په ژمي کې وي، چې د سلواغې له لومړۍ نیټې بیا د کب تر۱۵ نیټې به دوام ومومي.