افغان امنیتي ځواکونو د کندوز جګړې په اوومه ورځ د دغه ښار لویه برخه تر خپلې ولکې لاندې راوستله.
دغه عملیات وړمه شپه د ناټو هوايي ځواکونو په ملاتړ پېل شوي دي او تر اوسه پورې دوام لري.
امنیتي ځوکونو د نیو سیمو له نیولو وروسته د وسله والو طالبانو سپين بیرغ راښکته او د هېواد درې رنګی، تور، سور او شین بیرغ یې پر ودانیو ودرولو.
امام صیب بندر، سه درک، مزار چله، بالاحصار، خاک کنی او زاخېل په تېره یوه اونۍ کې د وسله والو طالبانو له مهمو سنګرونو څخه وو، چې وړمه ورځ د افغان امنیتي ځواکونو لاسته ورغلل.
د تلفاتو کره شمېر معلوم نه دی.
د کندوز پولیسو قومندان جنرال قسیم جنګل باغ وايي، چې تازه دمي او ملاتړي ځواکونه کندوز ته را رسېدلي دي او دمګړۍ د ښار واک د ځواکونو په لاس کې دی.
د طالبانو تر کنترول لاندې سیمې د امنیتي ځواکونو لاس ته له ورتلو وروسته، سملاسه افغان امنیتي ځواکونو پر ولسي خلکو خوراکي توکي ووېشل، خو له بل لوري خلک د اوبو، خوارکي توکو او درملو له کموالي شکایت کوي.
د کندوز ولایتي شورا مرستیال امرالدین ولي سلام وطندار ته وویل، چې تر اوسه پورې د ښار د ننه جګړه شته.
د ده پر خبره، په کافي اندازې افغان امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي او عملیات په ښار کې مخ پر وړاندې وران دي.
دی وايي، چې طالبانو په بېلا بېلو بهانو ولسي خلک ځورول او هیڅ ډول جنایت یې ډډه نه کوله.
له کندوز ښار سر بېره طالبانو په دشت ارچي او چهار دره ولسوالیو کې تسلط لري.
پر دغه ولایت سر بېره په تخار او بدخشان ولایتونو کې د طالبانو بریدونه زیات شوي دي او افغان امنیتي ځواکونه په څو جبهو کې په جګړه بوخت دي او ولسي خلک په لیوالتیا سره د دغو جنګونو د پای ته رسېدو انتظار کوي.
له سوداګرو څخه د مرستو راټولول
د هېواد سوداګریو خونو مسولین وايي، چې افغان سوداګرو له ۳۰۰ زرو زیات امریکايي ډالر د کندوز ولایت ولسي خلکو د مرستې له پاره راټول کړي دي.
د دغې خونې مرستیال په یوې خبرې غونډه کې وویل، د کندوز ښار بې ځایه شویو ولسي خلکو سره د مرستې له پاره د جوړو شویو شورا ګانو له لارې هڅه کوي، چې دغو اړمنو خلکو ته زیاتې مرستې راټولې کړي.
دی وایي، نه يواځې د کندوز بې ځایه شوي مرستې ته اړتیا لري، بلکې د دغه ولایت هغه شمېر اوسېدونکي، چې د جګړې پر مهال په خپلو خونو کې بند پاتې شوي وو، لومړنیو خوراکي توکو او نورو مرستو ته سملاسي اړتیا لري.
خان جان الکوزی له دواړو خواوو غواړي، چې د ولسي خلکو سره د مرستو د وېش پر مهال ډز بندي وکړي.
د سوداګریو خونو د مدیره پلاوی سوداګرۍ مرستیال یونس مومند وايي، چې د بېلابېلو ولایتونو سوداګرو د کندوز ښار له اوسېدونکو سره د مرستې کولو له پاره چمتووالی ښودلی دی.
په ورته وخت کې د کندوز ولایت د ولسي شورا رییس محمد دین همدرد وویل، د دغه ولایت بې ځایه شوي ولسي خلک په سخت وخت کې شپې او ورځې سبا کوي او دولت ورته پاملرنه نه کوي.
همدرد له ملي او نړیوالو مرستندویو بنسټونو څخه وغوښتل، چې له د کندور له خلکو سره دې مرستې وکړي.
وسله والو طالبانو تېره اونې د یو پراخ برید په ترڅ کې کندوز ښار تر خپلې ولکې لاندې راوست.
له درېیو ورځو وروسته افغان امنیتي ځواکونو د ناټو ځواکونو هوايي ځواک په ملتیا کندوز ښار بیا ځلي ونیولو.





