د ولسي جرګې ځېنې غړې وايي، د افغان سولې د تامین له پاره باید له ملګرو ملتونو غوښتنه وشي. دوی د طالبانو د وروستیو بریدونو زیاتوالي ته په اشارې سره وايي، هغه سوله، چې د امریکا او چین په منځګړیتوب کېږي؛ له (سیاسې لوبې) پرته بل څه نه دي.
د ولسي جرګې غړې ناهید فرید وایي، افغانستان باید په ملګرو ملتونو کې رسمي شکایت وکړي، ځکه چې د تېرې سې شنبې ورځې د برید مسوولیت حقاني شبکې پر غاړه اخیستی او د شواهدو او اسنادو له مخې د حقاني شبکه په پاکستان کې فعالیت کوي.
د ولسي جرګې بل غړی میربت خان منګل وايي، چې ملګري ملتونه باید له خپلو امکاناتو او وسایلو نه په ګټنې د افغانستان د سولې پر تامین کار وکړي او د سیمه ییزو قدرتونو نه په استفادې سره د ترهګرو په ځپلو او ورکولو کې مرسته وکړي.
دا خبرې له هغې وروسته کېږي، چې د تېرې سې شنبې پر ورځ په کابل کې څو وسله والو کسانو د ملي امنیت د لوړپوړیو کسانو د ساتنې پر ریاست برید وکړ. د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې د دې برید په پایله کې ۶۴ تنه وژل شوي او ۳۴۷ تنه ټپيان شوي دي؛ خو د ولسي جرګې غړی الماس زاهد وايي، چې د دې برید سهي ارقام له رسنیو پټ ساتل شوي دي. ده د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې وویل، چې په دې برید کې ۱۵۰ تنه وژل شوي او ۵۰۰ تنه ټپیان شوي دي.
زاهد د دې خبرې په کولو سره زیاته کړه، چې له ترهګرو او د هغوی له ملاتړو هېوادونو سره باید د یوې تګلارې پر بنسټ او د پلان له مخې مبارزه وشي.
تېره پنجشنبه امنیتي مسوولانو هم وویل، چې د ملي یووالي حکومت به وروسته له دې جنګ ته لومړیتوب ورکړي.
د ولسي جرګې غړي همدارنګه وايي، طالبان غواړي، چې اوسنی حکومت راوپرځوي او پر ځای یې اسلامي امارت راولي، ځکه خو د حکومت او افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ په کار دی.
د ولسي جرګې یو بل غړي اسدالله سعادتي د نن ورځې (شنبې) په غونډه کې د دې بیان په څرګندولو سره وویل، یو شمېر کړۍ هڅې کوي، چې اوسنی حکومت سقوط کړي. ده ټینګار وکړ: «د نظام راپرځول، خوب او خیال دی.»
د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي هم وايي، چې د هېواد امنیتي حالات ښه نه دي. ابراهیمي له ولسمشر نه وغوښتل، هر څومره ژر چې کولی شي، د ملې دفاع وزارت او د ملي امنیت لوی ریاست دې له سرپرستۍ نه خلاص کړي، چې چارواکي د پېښو په اړه مسوولانه غبرګون وښيي.