
ولسي جرګې د هېواد امنیتي حالاتو او د ټاکنو امنیت تامینولو په تړاو د ولسي جرګې پوښتنو ته د ځوابویلو لهپاره امنیتي مسوولان د جرګې نننۍ غونډې ته ورغوښتي وو.
خو امنیتي مسوولانو د لیک په استولو سره د ولسي جرګې په استجوابیه غونډې کې له حضور ډډه وکړه چې د دې موضوع له امله د جرګې غړیو دوه بېلابېل دریځونه غوره کړل.
د جرګې ځېنو غړیو د امنیتي مسوولانو دغه کار د اساسي قانون خلاف وبللو او ځېنو نورو وویل چې د اوسنیو استجوابیه غونډو څرنګوالی هېڅ ډول مثبته پایله نهلري.
د ولسي جرګې غړی عبدالقیوم سجادي وايي، د اساسي قانون لهمخې استجواب او نظارت د جرګې حق دی او که ولسي جرګه امنیتي مسوولان نهشي راغوښتلی؛ ښه به وي د جرګې دروازه وتړل شي.

د ولسي جرګې بل غړی صالحمحمد سلجوقي وايي، تر هغې پورې چې د استجواب غونډو ترسره کولو کړنلاره بدلون ونه کړي؛ دغه غونډې مثبتې پایلې ونهلري. د ده په وینا، په استجوابیه غونډه کې هر وکیل د خپل ولایت دوې پوښتنې مطرحوي، پهداسې حال کې چې د دې غونډو اوسنی شکل سم؛ خو محتوا یې ناسمه ده.
د غونډې په پای کې د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي وویل، د امنیتي مسوولانو د استجواب بهیر سم دی او امنیتي مسوولان به راتلونکې چهارشنبې د ځوابویلو لهپاره جرګې ته ور وغوښتل شي.
ده په ورته وخت کې دا هم وویل چې دایمي کمېسیونونه دې مخکې له مخکې اداري پلاوي ته خپلې پوښتنې ورکړي چې له توحید وروسته یې بیا په هماغه ورځ اختصاصي کمېسیون مطرح او امنیتي چارواکي ځواب کړي.
امنیتي مسوولانو جرګې ته د لیک په استولو سره د خپل نه حضور لامل، د هېواد په کچه لوړ امنیتي ګواښونه او روانو شرایطو کې د امنیتي رازونو پټ پاتې کېدل وبلل.





