ولسمشر: په کابل کې به د سولې مشورتي جرګه جوړه شي

ولسمشر محمداشرف غني نن په کابل کې د ځوانانو او ښځو یوې غونډې ته وویل چې د یوې نیمې میاشتې په دننه کې به د سولې په اړه د ټولو اغېزناکو کسانو په ګډون پراخه مشورتي جرګه جوړه شي.

ولسمشر غني د غونډې ګډونوالو په وړاندیز د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمدعمر داوودزي ته د دې جرګې د جوړېدو لارښوونه وکړه.

دغه راز ولسمشر محمداشرف غني پر بین‌الافغاني خبرو اترو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ګاونډیان په افغان سولې کې خپلې ګټې لټوي.

غني یادو هېوادونو ته په خطاب کې وویل، افغانان په خپلو کې خپلې ستونزې ښې حلولی شي.

په همدې حال کې د غونډې ګډونوالو د ځینو لوریو له‌خوا د لنډمهالي حکومت جوړېدل په کلکه رد او ویې ویل چې په دې سره هېواد ته تلپاتې سوله نه‌شي راتللی.

«روسیه په افغان سوله کې خپلې ګټې لټوي»

ولسمشر: د لږکیو له لوري سوله نتیجې ته نه‌ رسېږي

خلیلزاد: د امریکا له‌پاره سوله لومړیتوب دی، نه د ځواکونو ویستل

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام