افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن چهارشنبه (اپريل۴مه) په کابل کې د "هیلو ژوندي کولو" په نوم پر نشه یي توکو د روږدو کسانو درملنې او حرفوي زده کړو مرکز پرانیست غونډه کې د نشهیي توکو قاچاق وړونکو ته خبرداری ورکړ، چې له دې وروسته به له دوی سره جدي چلند کېږي.
ولسمشر غني وویل، هغه کسان چې د خپلو جیبونو ډکولو له پاره افغانان پر نشهيي توکو روږدي کوي باید له غوڅ چلند سره وشي او " موږ باید باوري و اوسو چې په ټولنه کې دې ښکارندې ته د پای ټکی کیږدو".
افغان ولسمشر محمد اشرف غني همدارنګه وویل، ددې ښکارندې اصلي عامیلن د نشهیي توکو تولیدونکي او قاچاق وړونکي دي او پر ضد به یې کوټلي ګامونه واخیستل شي.
هغه زیاته کړه: "دوی باید پر سر په سوک ووهو، د یو میلیارد ډالرو ګټو له پاره يې ۳ میلیونه افغانان قرباني کړي، مسوول هغه کسان دي چې د خپل جیب ډکولو له پاره خلک معتادوي او بدناموي يې".
غني وویل، چې اعتیاد یو نړیواله مسله ده او باید جدي ونیول شي، نړیواله ټولنه هم دده پروینا باید په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، ددوی وروستۍ سروې ښيي چې په تېر ۲۰۱۵ م ز کال کې له ۲،۹ تر ۳،۶ میلیونه افغانان نشهيي توکي کاروي چې له دې ډلې له ۱،۵ تر ۲ میلیونه يې روږدي دي.
غونډې ته د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وویل، د افغانستان ۱۱ سلنه وکړي په نشو روږدي دي چې اصلي لامل يې نا امني، ترهګري، وزګارتیا، د نشهيي توکو تولید، قاچاق او په اساني سره د دغو توکو ترلاسه کېدل دي.