
ولسمشر محمداشرف غني د پروان په مرکز چاریکارو ښار کې د سېلابونو له راوتو یوه اوونۍ وروسته نن دغه ولایت ته ولاړ او له سېلاب ځپلیو کورنیو سره یې ولیدل.
ولسمشر غني وايي، د چاریکارو ښار تفصیلي پلان د پلي کېدو وړ نه دی او د ښارجوړونې او ځمکو وزارت دې د نوي پلان جوړولو په برخه کې اقدام وکړي.
ولسمشر د پروان محلي ادارې ته امر وکړ، څومره ژر چې کېدای شي، هغه سیمې دې مشخصې کړي چې سېلابونه پهکې راځي. نوموړي زیاته کړه، د هغو سیمو اتیا سلنه نیول شوي چې سېلابونه پهکې راځي او په وینا یې، دا حالت به نور پای ته ورسوو.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، وروستیو سېلابونو شاوخوا لس ولایتونه زیانمن کړي او په دې برخه کې تر ټولو ډېر زیان پروان ولایت ته رسېدلی دی.
نوموړی وايي، د پروان اوسېدونکو ته د اوښتو زیانونو کچه لوړه ده او اړتیا ده چې د کورونو جوړولو په برخه کې په مساوي ډول چلن وشي.
هغه سره له دې چې د کوم کس یا ډلې نوم یاد نه کړ، خو زیاته یې کړه، هغوی چې د سېلاب له اړخه زیانمنې سیمې پر ښارګوټو بدلې کړي، تاریخي تېروتنه یې کړې او د سېلابونو راوتلو په وروستي ناورین کې رول لري.

د پروان محلي چارواکي او د ولایتي شورا غړي د دغه ولایت اوسېدونکو ته د اوښتو زیانونو کچه ډېره وبلله او غوښتنه یې وکړه چې زیانمنو شویو ته باید بېرته کورونه شي.
د پروان والي فضلالدین عیار وویل، په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له کبله ۱۵۶ کسان مړه، ۱۲۸ ټپیان او ۵ نور یې هم ورک دي.
هغه ټینګار وکړ، په پروان کې ۴۰۶ کورونه په بشپړه توګه له منځه تللي او ۵۶۶ نورو ته هم زیان رسېدلی دی.
ولسمشر پروان ته د سفر پر مهال د کلیو بیارغونې او پراختیا او کرنې وزارت ته دنده سپارلې چې کروندګرو ته د رسېدلو زیانونو کچه وارزوي.
ولسمشر دغه راز د پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت او د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي پراختیا عملیاتي ادارې ته لارښوونه کړې چې د بېرته ځای پر ځای کولو په اړه مشخصه طرحه چمتو او ولسمشرۍ ماڼۍ ته یې ولېږي.





