زندان د مجرمانو د اصلاح؛ که د هغوی د فعالیتونو له‌پاره مناسب ځای؟

سازمان شوي جرمونه، په ځانګړي ډول ترورونه، برمته کول او وسله‌والې غلاوې هغه ورانکاري فعالیتونه دي، چې د وخت په تېرېدو سره په هرات ولایت کې مخ پر زیاتېدو دي.

په‌دې ولایت کې په وروستیو اوونيو کې وسله‌والو ترورونه زیات شوي، چې د امنیتي ارګانونو پر وینا، په تړاو یې نیول شوي مجرمان هغه کسان دي، چې له‌دې مخکې هم په ورته جرمونو نیول شوي او زنداني شوي‌.

د هرات امنیه قوماندان محمدایوب انصاري وايي، په‌دې مجرمانو کې داسې هغه هم شته، چې کال یا ۶ میاشتې په زندان کې له تېرولو وروسته خوشې شوي او بېرته یې په جرمونو شروع کړې‌ده.

د هرات د سوداګرۍ خونې رییس سعد خطیبي بیا په ټینګار سره وايي، چې د ترورونو او وسله‌والو غلاوو سازمانول په هرات زندان کېږي او له هماغه ځایه رهبري اخلي.

خو پوښتنه دا ده، چې زندان د مجرمانو د اصلاح که د هغوی د روزلو او فعالیتونو د برجسته‌کېدا ځای دی؟

تحلیلګران په‌دې باور دي، چې په زندانونو کې پر مجرمانو له حده زیات ترحم او د هغوی د بښې په تړاو د فرمانونو صادرېدل د دې لامل شوي، چې په مکرر ډول خپلو فعالیتونو ته زمینه برابره کړي.

په هرات کې د سیاسي چارو شنونکی علي‌کاوه وايي، چې په افغانستان کې د معیاري زندانونو او د مجرمانو د اصلاح او روزنې له‌پاره د مناسبو پروګرامونو نه‌شتوالی د دې لامل شوی‌دی، چې هغوی د اصلاح پر ځای نور هم زړه‌ور شي او له زندانه له وتلو وروسته بېرته خپلو فعالیتونو ته ور وګرځي.

خو د هرات استېناف څارنوالۍ رییس عبدالحق احمدي د دې ولایت زندان په ټولو هېواد کې معیاري هغه ګڼي او وايي، چې په‌دې زندان کې ۲۸۰۰ تنه زندانیان موجود دي، چې له ډلې یې ۲ زره تنه په کورسونو، سواد زده‌کړو او حرفوي کارونو بوخت دي.

د ده پر وینا، محکمه پر زندانیانو مکرراً جزاوې سختوي.

په ورته وخت کې د هرات زندان مطبوعاتي مسوول کبیر سیار بیا دا ادعاوې ردوي، چې ګوندې د ترور او غلاوو سازمانول له هرات زندانه کېږی. دی زیاتوي، چې هېڅ زنداني حاضر نه‌دی، چې له زندانه له وتلو وروسته بیاځلي جرمونو ته مخه کړي.

له‌دې هر څه سره ـ سره یو شمېر کارپوهان په‌دې باور دي، چې د هېواد دوښمنان، لوی او واړه مجرمان په افغانستان کې له دننه زندانونو نه ترهګریز فعالیتونه او وسله‌والې غلاوې سازمانوي، چې د مخنیوي له‌پاره یې لازم اقدامات په‌کار دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام