
د تخار ولایت په خواجهبهاوالدین ولسوالۍ کې ۴۰ تنه زدهکوونکې نجونې مسمومې شوې دي.
د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي، دغه پېښه د خواجهبهاوالدین ولسوالۍ د درېیمې ناحیې اړوند په يو ښوونځي کې رامنځته شوې ده. هغه وايي، زدهکوونکې روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
اسیر وايي، تراوسه پورې د مسمومیت دلیل معلوم نه دی او په دې اړه د پولیسو پلټنې روانې دي، هغه وویل، یوازې له دې ډلې د یوې زدهکوونکې روغتیايي حالت ښه نهو.
د ریپوټونو پربنسټ دوه اوونۍ مخکې په بامیانو ولایت کې هم د یو ښوونځي زدهکوونکې مسمومې شوې وې.





