د ننګرهار چارواکي وايي، بېګا د دې ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې یوه شخص د خپل کاکا (سلام) پر کور برید کړی او د سلام په ګډون یې د هغه د کورنۍ ۶ غړي وژلي دي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال سلام وطندار ته پېښه تایید کړه او زیاته یې کړه، وژل شویو کې سلام، د هغه مېرمن او څلور زامن شامل دي.
نوموړی وايي، پېښه د بهسودو ولسوالۍ په سراچه عليخان سیمه کې شوېده.
د چارواکیو معلومات ښيي چې یاده پېښه د دغو کورنیو تر منځ د پخوانۍ دوښمنۍ له امله رامنځته شوې او قاتل له سیمې تښتېدلي؛ خو امنیتي ادارو د پېښې د عاملینو د نیولو هڅو تر څنګ د موضوع څېړل پیل کړي.
د سیمې یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته یوازې د پېښې پخلی وکړ؛ خو پهدې اړه یې نور معلومات ورنهکړل.
دا داسې مهال ده چې تېره یکشنبې هم د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار په پنځمې ناحیې کې د شپې ناوخته یوه سړي خپله مېرمن، مور او پلار وژلي وو.