په ترکیه کې د دویم ځل له پاره مرګونی برید

له یوې اوونۍ په کمه موده کې د داعش ډلې له خوا د ترکيې په استانبول ښار کې له مرګوني بريد وروسته دا دویم برید دی، چې د ترکانو خوبونه يې تښتولي دي.

دغه چاودنه نن سهار (پنجشنبه جنوري۱۴مه) د ترکيې په سویل ختیځ سیمه کې د پولیسو د یوې ادارې ترڅنګ ترسره شوه.

د الجزیرې د راپور له مخې په دغه پېښه کې تر اوسه ۵ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

له دې وجې، چې د ټپي شویو کسانو شمېر زیات دي، نو کېدای شي په وژل شويو کسانو کې زیاتوالی راشي.

د ترکيې پر سینا ښار د دغه برید پړه د کردستان (پ،ک،ک) ډلې پر غاړه اخیستې ده.

د "حریت " په نامه یوې ترکي رسنۍ راپور ورکړی، چې د دغې برید اصلي هدف سینار ښار کې د پولیسو ماموریت و.

د راپورونو له مخې لومړی ځانمرګي له چاودیدونو توکو ډک موټر د دغه پولیس د دروازې ترڅنګ چاودولی او وروسته یې په درنو وسلو بریدونه پېل کړي.

د هابر په نوم د يوې سیمه ییزې رسنۍ د خبر له مخې په دغه برید کې د (پ،ک،ک) ډلې ۸ تنه وژل شوي دي.

د کاګرانو حزب د کردستان استقلال غوښتونکي او چپي دي، چې له ۱۹۸۴م ز کال راهیسې د ترکيې له مرکزي دولت سره په جګړه بوخت دی.

دغه ډله دولت تورنوي، چې د کرد اقلیتونو حقوقو ته پام نه کوي.

د راپورونو پر بنسټ دواړه لوري هم د ترکيې دولت او هم کردانو له یو بل سره د جګړو پر مهال بشري حقونه تر پښو لاندې کړي.

د ویلو ده، چې د ۹۰ مې لسیزې په نیمايي کې د ترکيې پوځي عملیاتو په نتیجه کې د (پ،ک،ک) ډلې ۴۵ زره تنه وژل شوي وو.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام