افغان ولسمشر اشرف غني د کابل بانک د قضيې د څارونکیو سره (د مارچ په ۳۰مه) د کتنې پر مهال وویل، څرنګه چې د افغانستان محکمو د کابل بانک قضيه په جدي ډول وڅارل کړه؛ د قانون تنفيذوونکي باید دغه مسله په جدي ډول وڅېړي.
ولسمشر د کابل بانک د قضيې څېړونکیو ته زياته کړه، چې د کابل بانک له پوره وړو د پیسو ټولولو لپاره باید يوه داسې منظمه تګلاره جوړه کړي، چې د ولسي جرګې له لوري تصویب شي.
د نوموړي په وينا "د دغې تګلارې له مخې به وکولی شو، چې د افغانانو ورکې شوې پیسې بېرته لاسه ته راوړو."
په دغه ناسته کې د کابل بانک د پیسو ټولولو ګروپ غړیو ولسمشر ته د قضيې په باب د خپلو تېرو کړنو راپور هم وړاندې کړ.
د کابل بانک د پورونو د تصفيې ادارې غړیو وویل، تر اوسه شپږ تنه حاضر شوي، چې خپل اخیستل شوي پورونه بېرته د کابل بانک ادارې ته وسپاري.
ولسمشر اشرف غني زياته کړه، چې د کابل بانک په اړه ددوی پرېکړې باید د ښې راتلونکې په اړه وي او همدارنګه راتلونکي نسل ته پند شي، چې نور داسې قضیه تکرار نه کړي.
کله، چې ولسمشر غني د لوړې مراسم پرځای کول، نو د کابل بانک د قضيې د جدي څېړنو ژمنه يې هم وکړه.
یاده دې وي، چې د کابل بانک د پېسو د لوټېدو له کړکېچ نه شاوخوا پنځه کاله تېر شول او ټولو هغو ادارو، چې په دې برخه کې یې کار وکړ د کابل بانک د تصفیې د مدیریت په شمول ۱۷۵ میلیونه ډالره بېرته تر لاسه شوي.
د راپورونو پر بنسټ ۸۰۷ ميليونه ډالره، چې د کابل بانک شتمني وه؛ تر اوسه نه دي تر لاسه شوي.





