مه ډارېږه ټولې پېغلې همداسې کېږي

صدیقه: لومړۍ میاشتنۍ ناروغي مې ډېره سخته وه. سهار چې څنګه له خوبه پاڅېدم؛ پوهه شوم چې لاندې جامې نم‌ناکې شوې‌دي. تر هغې چې مې وینه نه وه لیدلې؛ چندانې اندېښمنه نه وم. د وینې له لیدلو سره ورېږدېدم او له ځان سره مې وویل، په‌داسې حال کې ناروغه شوې یم چې له ځانه خبره هم نه یم.

په هغه ژمني او واورین موسم کې مې چې څوک راباندې پوه نه‌شي؛ ځان او جامې په یخو اوبو ومینځلې.

هغه ورځ ښوونځي ته لاړه‌ نه‌شوم، پاتې ورځې مې هم همداسې په اندېښه او وېره کې تېرې شوې. تر دې چې مور مې په پرتوګ باندې پرتو لکو او نښو ته متوجې شوه. خجالت شوې وم او نه پوهېدم چې د هغې احتمالي پوښتنو ته به څه ځواب وایم چې رښتیا هم څه شوي او څه راپېښ دي؟

تر هغې ورځې مې مور راته د نجونو میاشتنۍ ناروغۍ په اړه هېڅ نه وو ویلي؛ خو د لکو او نښو له لیدلو وروسته یې زما په پرتوګ پورې یوه ټوټه وګنډله او راته یې وویل چې مه ډارېږه.

«هره جلۍ چې پېغله شي؛ پرتوګونه یې په وینو ککړېږي» دا یوازینۍ جمله وه چې مور مې د میاشتنۍ ناروغۍ یا پریود په اړه وویله. نور نو د تېر په څېر نه وم، فکر مې کولو چې یوځلي مې بدلون کړی‌دی او دا چې نور مې نه‌شو کولی له ملګرو سره مې لوبې وکړم؛ خپه وم.

تر یو کاله مې مور راته په پرتوګ پورې ټوټې ګنډلې او وروسته له هغې له میاشتنۍ ناروغۍ سره عادت شوم. اوس چې له هغې تجربې څو کاله تېرېږي؛ تر اوسه ترې ترخې خاطرې راپاتې دي. وروسته پوهه شوم بهتره ده چې د ټوټو پر ځای ځانګړي جوړ شوي روغتيايي توکونه (کوتېکسونه) وکاروم او نوره اړتیا نه وه چې هر ځل په پرتوګ پورې ټوټه وګنډم.

خویندو او ورېریانو ته مې مخکې له مخکې د نجونو د میاشتنۍ ناروغۍ په اړه ذهنیت ورکړ او په‌دې مې پوهې کړې، که یې کوم وخت یې د پرتوګ خختګ په وینو لړل شوی‌و؛ نو پوهې دې شي چې میاشتنۍ ناروغي پرې راغلې ده؛ ځکه چې زما په شان له ترخو خاطرو سره مخې نه‌شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام