مشهور فزیک‌پوه سټېفن هاکېنګ ومړ

بحث‌پاری سټېفن هاکېنګ، د کمبرېج پوهنتون استاد، فزیک‌پوه، احتمالا د شلمې پېړۍ وروستۍ لسیزې نوموتی پوه او انګلیسي ستور پوه نن د ۷۶ کلونو په عمر ومړ. نوموړی « د هرڅه تیوري» فلم اتل هم دی.

سټېفن هاکېنګ په ۲۱ کلنۍ کې د ای.ال.اس ناروغۍ له امله فلج او په ۱۹۸۵ کال کې د سږو په التهاب اخته او د تیوب له لارې به یې ساه اخیسته؛  نوموړی له دې ټولو سره، سره څېړنو او علمي چارو ته ادامه ورکړه.

د هاکېنګ لومړۍ مېرمنې جین وایلد د ژوند په لومړیو کې ورسره زښته مینه کوله، خو وروسته په دې باور شوه چې هاوکېنګ یوازې یو پېټی دی او د ژوند لار یې ترې جلا کړه. نوموړي دویم واده وکړ.

هاوکېنګ ډېر کشفیات کړي، په ځانګړي ډول د کوانتوم فزیک په برخه کې یې ډېرې نظریې ورکړي دي. هغه انشتین ته د نوي فزیک د پلار په توګه درناوی درلود، سره له دې چې انشتین د مړینې تر ورځې کوانتوم فزیک نه مانه. دغه‌راز نورو بیا هاوکېنګ ته د دویم انشتین لقب ورکړی دی، ځکه نوموړی په ریښتني ډول دې لټه کې و چې د انشتین د نسبیت تیوري بشپړه کړي او د هغې له تلفیق ځنې د کوانتومي تیوري ته نوی فورمول وړاندې کړي. له دې تلفیقه د هاوکېنګ موخه دا وه، ترڅو داسې فورمول وړاندې کړي چې د هستۍ د ټولو بدلونونو له وړې اتومي زرې تر سترو کهکشانونو راونغاړي.

د سټېفن هاکېنګ زمن لوسي او روبرت وايي، پلار یې یو ستر ساینس پوه و. دوی په دې باور دي چې د پلار علمي میراث به یې نړۍ تر ډېره یاد ساتي، دغه راز ډېر نور هم په دې باور دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام