هغه ایلان چې نړۍ یې را ويښه کړه د خپل ورور او مور سره یو ځای د کوباني د شهیدانو په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
په ټولنیزو رسنيوکې ۳ ورځې وړاندې یو انځور خپور شو، چې د سلګونه زره خلکو زړونه یې دردمن کړل.
هغه د ۳ کلن ایلان انځور و، چې د ترکیې سمندرګي په غاړه د مرګ په خواږه خوب ویده و او د ژوند د ترخو شیبو داستان یې خلکو ته اوروه.
د ایلان د مرګ کیسه ددې سبب شوه، چې د برتانیې په شمول ځېني هیوادونه په دې مجبور شول، چې کډوالو ته د پناه ورکولو په پالیسۍ کتنه وکړي.
ایلان د سوریې د کوباني سیمې د یوې داسې کورنۍ اوسېدونکی و، چې په جګړه کې يې ۱۱ نور غړي هم له لاسه ورکړی وو.
د پلار نوم یې عبدالله دی، چې د ناييتوب کسب یې کاوه.
په کوباني کې د ورستيو جګړو له ویرې عبدالله د خپلو ۲ زامنو، میرمنې سره یوځای په دې هیله د اروپا د تګ اراده وکړه، چې ژوند یې په ارام شي.
خو د ترکیې او یونان ترمنځ د سمندر لوړو څپو یې خوښۍ لاهو کړې.
عبدالله د یوې ترکیې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې کله یې وړه کښتۍ د سمندر له سترو څپو سره مخ شوه؛ نو قاچاق وړونکي له کښتۍ ځان وغورځوه او دوی یې بې اسرې پرېښودل.
سمندري څپو له عبدالله ایلان یوړه، خو هغه په دې هیله و، چې دویم ۵ کلن زوی ګیلیپ وژغوري، شېبه وروسته یې د مېرمنې په لور پام شو، دهغې د ژغورنې له پاره یې ګيلیپ هم خوشې کړ، خو ریحانې هم خپل روح حق ته سپارلی و.
د ایلان او دهغې د کورنۍ د دوه نورو غړو د جنازې په مراسمو کې عبدالله په خپلو خبرو کې وویل، ایلان د سوریې د ۴ کلنې جګړې د قربانیانو یوه نمونه ده.
د جنازې په مراسمو کې، چې کله د تسلۍ په خاطر عبدالله ته وویل شول، چې دنیا تاسره ولاړه ده؛ نو هغه وویل چې په دنیا کې دهغې له پاره د ژوندي پاتې کېدلو هیڅ اسره نشته دی.
د ایلان په مرګ د نړۍ معبترو رسنيو ځانګړي راپورنه جوړکړل او د کډوالۍ پر ستونزو او د عراق، لیبیا، افغانستان او سوریې په جګړو وغږېدل.
د بریتانیا یوې ورځپاڼې په خپله ګڼه کې لیکلي و( د انساني بربادۍ وړوکی ښکار) یوې بلې اټالوۍ ورځپاڼې لیکلي و ( د نړۍ چوپ کولو له پاره یو انځور) د بریتانیا اینډيپينډينټ ورځپانې په خپله وروستۍ ګنه کې پوښتنه کړې وه، چې که د کډوالو په اړه د اروپايي ټولنې پالیسي د کوچني سوريي ایلان د مرګ داستان بدله نه کړي؛ نو څه به یې بدلوي؟
په دې ورستيو کې په غیر قانوني توګه له یو شمېر هغه هیوادونو څخه چې جګړې په کې زور اخیستی زیات، خلک اروپايي او غربي هیوادونو ته تېښته کوي.
خو د پنا ورکولو د سختو قوانينو له امله زیاتره هغه یې په ناقانونه توګه په قاچاقي لارو ځانونه تر خوندي ځایونو رسوي.
دوه اونۍ وړاندې هم د اټالیا په سمندر کې د کښتۍ د ډوبېدو له امله د سلګونه پنا غوښتونکو د مرګ او ورکېدو خبر ورکړل شو.
تېره ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم له همدې کبله له اروپايي ټولنې څخه په کلکه وغوښتل، چې کډوالو ته د پنا ورکولو په قوانينو کې اسانتیا راولي.
اوس دا وروستي ټول بدلونونه د ایلان دمرګ په داستان پورې تړل کيږي. تر دې چې یو عرب سوداګر له اټالیا او یونان څخه غوښتي، چې د کډوالو د خونديتوب له پاره دې پرې یوه جزیره وپلوري.
دغه سوداګر دا هم ويلي، چې په دې جزیره کې به کډوالو ته د کار زمینه هم برابره کړي.





