.jpg)
ترکي رسنیو د دې هېواد د حکومت د ناکامې ګودتا په اړه د سلګونو نیولو شویو سرتېرو د پرښودلو په اړه خبر ورکړی دی.
تېره ورځ ۷۵۸ سرتېري د ترکیې د ناکامې کودتا په تړاو د لاس لرلو له اعتراف نه وروسته د محکمې له خوا خوشې شول.
د ترکیې د سترې محکمې مشر د دې سرتېرو نیول غیر اړین وګڼل؛ خو تر اوسه هم په ترکیه کې ۲۳۱ تنه سرتېري د ترکیې په زندانونو کې شپې ورځې تېروي.
.jpg)
د ترکیې حکومت تورن شخص د ۳۰ ورځو له پاره بندي کوي. د ترکیې له ناکامې کودتا وروسته، د دې هېواد ولسمشر حکم صادر کړ، چې له مخې یې امنیتي ځواکونه تورن کسان ونیسي.
ترکیه له ناکامې کودتا وروسته د یو څه وخت له پاره له اضطراري حالت سره مخ وه؛ خو له یوې میاشتې تېرېدا وروسته، کرار – کرار یې حالات نورمال شول.
د ترکیې کودتا د ۲۴۶ تنو ترکانو په وژل کېدا سره ناکامه پای ته ورسېدله. په همدې پسې سملاسي د ترکیې حکومت په لسګونو امنیتي او نظامي چارواکي له دندو ګوښ او ځېنې یې زندانونو ته ولېږل.





