ویل کیږي، چې یو کینیایي وکیل د امریکې له ولسمشرغوښتي، چې لور (مالیه) یې د ده په نکاح کې ورکړي.
د سکای نیوز ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، د فیلیکس کپرونو په نوم یوه وکیل دعوه کړې، چې له اوو کلونو راپدیخوا د بارک اوباما په لور میین دی.
د کپرونو په وینا، په (مالیه) هغه مهال میین شو، چې کله نوموړې ۱۰ کلنه وه او د امریکې اوسني ولسمشر بارک اوباما په ولسمشرۍ ټاکنو کې بوخت وو.
دغه کینیايي وکیل زیاته کړې، چې له (مالیه) سره د پېسو له پاره مینه نه کوي او تیار دی، چې د خپلې مینې ترلاسه کولو له پاره ۷۰ غواګانې ، ۵۰ پسونه او ۳۰ اوزې په (ولور) کې ورکړي.
کپرونو وايي، له تیرو اوو کلونو را هیسې يې یواځې (مالیه) په زړه کې ده، ورسره ریښتونې مینه کوي او په دې موده کې یې له هیڅ بلې نجلۍ سره یې اړیکه نه ده ساتلې او نه یې اراده لري.
فیلیکس کپرونو سکای نیوز سره په خبرو کی ویلي، چې اوسمهال بارک اوباما ته یو لیک لیکي ترڅو د روان کال په جولای میاشت کې کینیا ته په کیدونکې سفر کې له ځان سره (مالیه) هم راولي.
د کپرونو په وینا، چې کینیا ته به د امریکې د ولسمشر بارک اوباما د سفر پرمهال له نوموړي څخه د (مالیه) رشته وغواړي.
د یادونې وړ ده، چې کینیا هغه هیواد دی چیرته چې د امریکې د اوسني ولسمشر بارک حسین اوباما نیکه زیږیدلی دی.





