
د بې پولو خبريالانو سازمان وايي، چې په روان ۲۰۱۵م ز کال کې په ټوله نړۍ کې ۱۱۰ خبريالان وژل شوي دي، چې په وينا يې دغه شمېره یوه لویه فاجعه بللی کېدای شي.
د بې پولو خبریالانو سازمان په برلین کې د ۲۰۱۵ م ز کال د راپور وړاندې کولو پر مهال زیاته کړه، چې په روان کال کې عراق او سوریه د خبريالانو له پاره تر ټولو خطرناک هېوادونه و.
په دې رپوټ کې راغلي، چې په عراق او سوریه کې ۱۸ خبریالان، چې ۹ يې په عراق او ۹ بل يې بیا په سوریه کې وژل شوي.
همدارنګه په هغو هېوادونو کې، چې جګړه په کې روانه ده د وژل شويو خبريالانو شمېر هم په کې زیات ښودل شوي دي.

د بې پولې خبریالانو د سازمان د مدیره پلاوي ویاند بریتا هیلبرت، ویلي په زیاتو هېوادونو کې، چې خبریالان د جنجالی موضوعاتو په اړه تحقیق کوي یا په زورواکو نیوکې کوي ژوند یي له خطر سره مخ کیږي.
د دغه رپوټ د موندنو له مخې د خبریالانو د مصونیت په موخه نړیوالو هڅو کومه ښه پایله نه ده لرلې او ځینو دولتونو د خبریالانو د مصونیت په برخه کې بې پروایي کړی.
د بې پولې خبریالانو یا آر، ایس، ایف سازمان د۲۰۱۴ م ز کال د۶۶ خبریالانو د وژل کیدو خبر ورکړی وو.
یاد سازمان له اړوندو چارواکو غواړي، چې د خبریالانو ژوند ته دې جدي پاملرنه وکړي.
د راپورونو له مخې له ۲۰۰۵م ز کال راهیسې په ټوله نړۍ کې ۷۸۷ تنه خبريالان په مرموز ډول وژل شوي دي.





