هند په پاکستان کې د جیش محمد پر مرکزونو بریدونه کړي

د هند د هوايي ځواکونو چارواکیو ویلي چې نن سهار ۳نیمې بجې یې په پاکستان کې د جیش محمد پر پټن‌ځایونو او وسله‌والو روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي‌دي.

د هند د هوايي ځواکونو یوې سرچینې ویلي، مختلفو جیټ الوتکو ۱۰۰۰ کیلو ګرامه بم د جیش محمد پر مرکزونو ګوزار کړي‌دي.

له‌دې بریدونو وروسته د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور ادعا کړې چې د هندوستان هوايي ځواکونو د پاکستان خطوط نقض کړي‌دي. د ده په وینا، هندي د هوايي ځواک جیټ الوتکې د پاکستان په مظفراباد کې بریدونه کړي.

هندي چارواکیو په‌دې پېښه کې د ۳۰۰ وسله‌والو د وژلو ادعا کړې‌؛ خو پاکستاني هغو بیا د مالي او ځاني تلفاتو خبره رد کړې‌ده. 

هندي پوځي چارواکیو او سیاستوالو دا پېښه د پاکستان او هندوستان ترمنځ د اړیکو د ترینګلو کولو له‌پاره خطرناکه بللې وه پاکستان ته یې د پوځي مانور او غچ اخېستلو خبرداری هم ورکړی‌و.

ښاوخوا دوې اوونۍ مخکې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پاکستان مېشتې جیش محمد نومې وسله‌والې ډلې یو موټر بم برید کې ۴۰ هندي سرتېري ووژل. د برید مسوولیت په‌خپله جیش محمدي ډلې منلی و.

له ۱۹۸۹ کال راپه‌دېخوا د هند واکمنۍ خلاف کشمیر کې د وسله والو له فعالیتونو پیلېدو تر اوسه دا تر ټولو خونړی برید بلل کېږي.

د کمشیر له برید سره هم‌مهاله د ایران په بلوچستان کې ځانمرګي برید ۲۷ تنه ووژل چې ایران هم د دې برید پړه پر پاکستان واچوله.

ورته مطالب:

«د هند او پاکستان کړکېچ د افغانستان په ګټه دی»

افغان سوله، د هند او پاکستان د کړکېچ قرباني

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام