د پاریس په نوتردام کلیسا کې اورلګېدنه

د پاریس د اور وژنې اداره وايي چې د دوشنبې په ورځ مازیګر مهال د دې هېواد په مشهورې «نوتردام» کلیسا کې اور لګېدلی و او تر نیمې‌شپې یې دوام وکړ.

د دې اورلګېدنې علت تر اوسه نه‌دی معلوم.

په وروستیو میاشتو کې دا کلیسا تر کار لاندې وه؛ خو د اورلګېدنې پرمهال په کې هېڅ کارکوونکي حضور نه‌لرلو.

د پاریس د ښاروالي چارواکي وايي چې د نوتردام کلیسا ډېرې برخې سوځېدلي؛ خو په وینا یې، د کلیسا برجونه او اصلي ساختمان روغ پاتې دی.

د فرانسې لویې څارنوالې اعلان کړی چې د اورلګېدنې د عامل د پيداکولو له‌پاره یې څېړنې پیل کړې‌دي.

د پاریس نوتردام کلیسا ـ چې نږدې زر کاله پخوا جوړه شوې ـ د فرانسې او نړۍ له پخوانیو ودانیو بلل کېږي او هرکال شاوخوا ۱۳ میلیونه سیالانیان لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام