په کراچۍ کې پر یو بس د برید له امله ۴۳ کسان وژل شوي

راپورونه وايي، چې د پاکستان په لوی اقتصادي ښار کراچۍ صفورا ګوټ سیمه کې پر یوه مسافر وړونکي موټر د وسله والو په برید کې لږترلږه ۴۳ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپيان دي.

ځايي امنيتي چارواکو رسنيو ته ويلي، چې په وژل شویو کې ۲۷ نارينه او د ماشومانو په ګډون ۱۶ ښځې هم شامل دي.

يوې امنيتي سرچينې د نوم نه اخیستو په شرط رسنيو ته ويلي، چې په درې موټر سایکلونو ۶ سپرو نامعلومو وسله والو نن سهار نږدې لس بجې برید وکړ.

سرچينه وايې وسله والو لومړی بس ډوله موټر درولی موټر وان يې په ډزو ویشتلی او بیا بس ته پورته شوي او په سپرليو يې بې دريغه ډزې کړي.

د سند ایالت والي قایم علي شاه دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې او د جدي پلټنو امر يې کړی.

له پېښې وروسته قایم علي شاه د همغې سيمې د پولیسو د مشر دنده يې ځنډولې.

په بس کې شاوخوا ۶۰ کسان سپاره وو، چې د اسماعيله مذهبې ډلې سره يې تړاو درلود.

د پاکستان صدر اعظم نواز شریف هم پېښه په کلکو ټکو غندلې او په دې اړه يې د جدي پلټونو امر يې کړی.

دا لومړی ځل نه دی، چې په کراچۍ کې په غېر سني ډلو بریدونه کيږي؛ نږدې دوې میاشتې وړاندې په همدې ښار کې د شعيه مذهبو پر يوه جومات ځانمرګی برید وشو، چې نږدې ۶۰ کسان يې ووژل او لسګونه نور يې ټپیان کړي و.

په دغه ښار کې د غېر مسوله وسله والو ډله په اړه سياسي او مدني ټولنو غږ پورته کړی وو او د پوځ څخه يې د جدي اقدام غوښتنه يې کړې وه.

شاوخوا درې میاشتې وړاندې په دغه ښار کې د غېر مسوله وسله والو او وران کارو د پاکولو په موخه د پوځ له لوري چاڼیز عمليات پېل شول، چې په پایله کې يې ځينې د مهاجر ګوند سره تړاو لرونکي نيول شوي وو.

بیا د مهاجر ګوند مشر الطاف حسېن اعتراض وکړ، چې دوی په کراچۍ ښار کې د هند میشتو مهاجرو پر ضد عمليات کړي او د هغوی ګوند پورې تړلي افراد يې نيولي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف د سفر پر مهال افغان ولسمشر محمد اشرف غني نواز شریف ته وویل، چې ترهګر ښه او بد نه لري او پر وړاندې يې داسې جدي او ريښتيني مبارزه وشي، چې په افغانستان او پاکستان کې څوک بيا څوک ونه وژل شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام