په نیپال کې زلزلې د زرګونو کالو لرغوني میراثونه ولړځول

له نیپاله خپاره شوي راپورونه وايي چې په دغه هیواد کې د تېرې اونۍ زلزلې له امله فرهنګي او تاريخي مقاماتو ته سخت زیان اوښتی دی.

د سرچينو په وینا د يونیسکو له اړخه د لرغوني فرهنګي ځایونو په توګه نومول شوي مینارونه هم اغیزمن شوي او درزونه په کې راغلي دي.

 د نیپالي ټایمز مسول مدیر رسنيو سره په خبرو کې ویلي دي چې ددغه هیواد دکټمهنډو په ښار کې د تاريخي ودانيو زیاته برخه زیانمنه شوې او ځېنې داسې ودانۍ هم په کې شته چې د بیا رغونې وړ نه دي.

د کټمهنډو د لرغوني بهکتاپور ښار نږدې ۸۰ سلنه ودانۍ او مذهبي مندرونه ځپل شوي دي.

په دغه ښار کې په ۱۶ پېړۍ کې ودان شوی مندر هم ړنګ شوی دی، دغه مندر د کاڼي له ودانيو او د زرو په اوبو کې جوړو شيو مجسمو له امله زیات شهرت درلود.

د تېرې اونۍ د شدیدې زلزلې له امله په پنځمه عیسوي پړۍ کې د بوناتهـ مندر هم له منځه تللی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې په نیپال کې دا ډول زلزلې رامنځته کيږي خو دا لومړی ځل دی چې د زلزلو له کبله په دومره زیاته کچه ددغه هیواد فرهنګي او تاريخي اثار له منځه ځي او ویجاړيږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام