هندوستان: پاکستان دې د جنګي وسلې په توګه د ترهګرۍ له کارولو لاس واخلي

د هندوستان دکورنيو چارو وزیر راجناتهـ سنګهـ  ویلي، که پاکستان د  ترهګریزو ډلو له ملاتړ لاس واخلي؛ نو په جنوبي اسیا کې به امنیتي وضعیت ښه شي.

هندوستاني رسنۍ خبر ورکوي، چې د هغه هیواد دکورنيو چارو وزیر یو  ځل بیا په پاکستان نیوکه وکړله، چې له ترهګرۍ د جنګي وسیلې په توګه کار اخلي.

راجناتهـ ویلي دي، چې پاکستان ترهګریزې ډلې د وسیلې په توګه کاروي.

هندي چارواکي دغه څرګندونې، د ترهګرۍ دمخنیوي په اړه جوړ شوي ۳ ورځني کانفرانس د پیل په مراسمو کې وکړلې.

دغه لوړ پوړي امنیتي مسول لندي له پاکستانه غوښتي چې د ترهګرۍ په اړه د خپل دریځ دقیقا ارزونه وکړي ځکه چې دا دیې د ولس په ګټه ده.

دهندوستان دکورنيو چارو وزیر زیاته کړې،چې  پاکستان دې په خپلې پالیسۍ بیاځلې کتنه وکړي.

هغه په پاکستان یو ځل بیا تور پورې کړ، چې په هندوستان کې د ترهګریزو اکثرو پیښو جرړې پاکستان پورې تړلي وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام