نيپال کې سختې زلزلې ۷۰۸ تنه ووژل

په دغه زلزله کې، چې د شدت کچه يې ۷،۹ ريښتره وه ۶۸۸ تنه د نيپال او ۲۰ تنه د هندوستان اوسېدونکي په کې د خاورو لاندې شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ زلزله نن شنبه د (۲۰۱۵ زېږديز/ اپرېل ۲۵) سهار ۱۱ بجې او ۵۶ دقيقې شوې.

عيني شاهدان وايي، د دغه هېواد په مرکز کټهمنډو کې د پېړو راهيسې داسې زلزله نه وه شوې.

په نيپال کې قومي راډيو خلکو ته خبردارى ورکړى، چې د خپلو کورونو څخه دې بهر لاړ شي او له ضرر ګوښه ځای ته دې ځانونه ورسوي، ځکه د دغه راډيو په وينا، چې د زلزلې دنورو جړقو انديښنه هم وه.

راپورونه وايي، له اولې زلزلې وروسته بله يې د ۶،۶ ريښترو په شدت وشوه.

د کټهمنډو څخه ترلاسه شوي راپورونو کې ويل شوي، چې  د دغې سختې زلزلې له امله ځينې  کورونه او لوړې ودانۍ هم را پريوتي دي.

د يادې خونړۍ زلزلې شدت هندوستان او پاکستان هېوادونه هم لړزولي دي.

د نيپال د اطلاعاتو وزير منيندرا ريجال دهند يو خصوصي ټلويزیون سره په خبرو کې ويلي، چې سيمې ته د اضطراري حالاتو ګروپونه رسېدلي دي.

هغه وويل، چې د زلزلې مرکز د کټهمنډو څخه شمال لويديځ لوري ته ٨٠ کيلو مټره لرې و.

نيپال هغه هېواد بلل کيږي، چې په کې لوړې او تاریخي ودانۍ، مندرونه او نور موقعیت لري.

په دغه زلزله کې د نيپال مشهور تاريخي منار او یو شمېر نورې ودانۍ هم زيانمنې کړي دي.

اخوا د نيپال عوامو په خلاف ځينې نور راپورونه داسې وايي، چې په نيپال کې يوځل مخکې هم په ۱۹۳۴ م ميلادي کال زلزله شوې وه، چې ۱۰ زره کسان پکې د خاورو لاندې شوي و.

دغه زلزله د هندوستان په کلکته، ډهلي، اترپرديش، اسام، اریسه، جی پور او نورو سيمو کې محسوس شوې ده.

د هندوستان صدر اعظم نریندر مودي په خپله ټويټر پاڼه کې د پېښې په اړه خواشيني څرګنده کړې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام