ټرامپ: له مهاجرینو باید د عقایدو تفتیش وشي

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو له خوا نوماند ډونالډ ټرامپ وايي، چې متحده ایالات د بنسټ پالنې پر وړاندې ملي بسیج ته ضرورت لري.

ډونالډ ټرامپ تېره ورځ په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې امریکا باید د مسلمان مهاجرو عقاید کنټرول کړي.

نوموړي دا هم ویلي، چې د داعش او اسلامي بنسټ پالانو پر وړاندې باید جدي مبارزه وشي او د دوی د تبلیغاتي جنګ مخه ونیسي.

د دغه هېواد ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ټرامپ زیاته کړه، چې په عمومي توګه او په ځانګړي ډول مسلمان کډوالو څخه د عقایدو تفتیش وشي.

نوموړي زیاته کړه، چې که ولسمشر شو، نو د داعش ډله به نابود کړي.

هغه، چې "یونګستاون اوهایو" کې خبرې کولې وویل، که په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی شي، نو د داعش ډلې پر وړاندې به نړېواله جبهه جوړه کړي او ټولې مالي سرچينې به يې بندې کړي.

ټرامپ زیاته کړه، چې د داعش تبلیغاتي جنګ له پاره باید مشترک فعالیتونه رامنځ ته شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام