برتانیا کې د کنسرټ پرمهال چاودنې ۱۹تنه وژلي او ۵۹ یې ټپیان کړي

بېګا ناوخته شاوخوا ۱۰ نیمې بجې د برتانیا په مانچستر ښار کې د پاپ سندرغاړې اریانا ګراندې په کنسرټ کې چاودنې شوې، چې ۱۹ تنه یې وژلي او ۵۹ تنه یې ټپیان کړي‌دي.

لومړۍ وزیرې تیریزا مۍ وویل، د پولیسو د معلوماتو له‌‌مخې چاودنه د کنسرټ په هال کې شوې‌ده.

د مانچستر ښار پولیسو منلې ده، چې چاودنه له مخکې پلان شوې‌وه او په‌دې شمېر تلفات یې اړلي دي.

په برتانیا کې اوس د جون د اتمې نېټې انتخاباتو له‌پاره لوی سیاسي ګوندونه انتخاباتي کمپاینونه کوي او ښايي دا چادونه د کمپاینونو پر مهال د راټولېدونکیو کسانو د ګډون کچه راکمه کړي.

د واکمن محافظه‌کاره ګوند مشرې او اوسنۍ لومړۍ وزیرې تیریزا مۍ وايي، چې اوس یې ټول پام د پېښې قربانیانو او د هغوی کورنیو ته دی؛ خو هڅه کوي، چې د دې پېښې بشپړه څېړنه وکړي.

ناتایید شوي راپورونه وايي، چې ګواکې دا پېښه کوم ځانمرګي بریدګر په‌واسطه شوې‌ده.

اریانا ګرانډي له چاودنې وروسته په‌خپل ټویټر لیکلي، چې په اقعاً زړه یې مات شو: «زه ډېر افسوس کوم، ما سره الفاظ نه‌شته.»

تر دې دمه چا د دې پېښې پړه په غاړه نه‌ده اخیستې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام