د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې د دغه هېواد په مینوالي زندان کې د دوو ورڼو قاتل حبدار حسین علي په دار وځړول شو.
په همدې سهار، اکرام الحق د اټک په زندان کې د یو ۳ کلن ماشوم د قتل پر جرم په دار شو او تر څنګ یې د رالپېنډۍ په اډیاله زندان کې محمد امین هم د یو قتل پر تور په دار وځړول شو.
ویل کېږي، چې په پاکستان کې د لویو مجرمینو لپاره د اعدام د سزا له اعلان سره سم، تر اوسه شاوخوا ۵۰ تنه مجرمین په دار ځړول شوي دي.
د مارچ په ۱۸ هم د پاکستان په پنځو لویو ښارونو، فیصل آباد، راولپېنډۍ، میانوالي، اټک او لاهور کې ۹ تنه مجرمین په دار ځړول شوي وو او له دې یوه ورځ وړاندې (د مارچ په ۱۹مه) هم د دغه هېواد په بېلابېلو زندانونو کې ۱۲ تنه مجرمان په دار ځړول شوي وو.
پاکستان ډان ورځپاڼه ليکي، چې ۱۲ مجرمين، د کراچۍ، ملتان، فیصل اباد، جهنګ، ګوجرانواله، راولپنډي او ملتان ښارونو په جيلونو کې اعدام شوي دي.





