د امریکا په یو نڅا کلب کې د ډزو له امله ۱۴ تنه ټپيان شوي

د امریکا اوهایو ایالت د "سینسیناتي" سیمې په یو نایټ کلب کې د نامعلومو کسانو له‌خوا ډزې شوي، چې په پایله کې يې ۱۴ تنه ټپيان شوي دي.

برید د امریکا پر وخت نږدې سهار مهال شوی دی.

د امریکا پولیس وایي، چې د بریدګرو په اړه څيړنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې هر کال په امریکا کې د ازادې وسلې گرځېدو منعې د قانون له تصویبېدو څخه د متحده ایالاتو د بېلابېلو ډلو له‌خوا مخنیوی کيږي.

د یوې څېړنې پر بنسټ، هره ورځ په امریکا کې د غېر قانوني وسلو د شتون له وجې ۷ ماشومان او ځوانان وژل کيږي.

د معلوماتو پر بنسټ، يوازې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې ۳ زره تنه، چې ماشومان، ځوانان او ښځې په‌کې شاملې دي د ډزو له امله په امریکا کې وژل شوې دي.

د راپور پر اساس، یوازې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د امریکا په ۳۰ ښارونو کې جرمونه د پخوا په نسبت زیات شوي دي.

واشنګټن ډي‌سي کې، چې د امریکا پلازمينه ده هم تېر کال په کې ۱۰۵ تنه وژل شوي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام