د امریکا او هند مشران د لومړي ځل‌ له‌پاره مخامخ خبرې اترې کوي

 

په پام کې ده، چې د لومړي ځل له‌پاره د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرامپ سره په سپینه ماڼۍ کې د ځينو مهمو مسایلو په اړه مخامخ خبرې اترې وکړي.

دوی به د دو شنبې پر ورځ سره ګوري او د خبرو زیاته برخه به يې په سوداګرۍ وڅرخيږي.

د راپورونو له مخې له دې مخکې چې مودي امریکا ته لاړ ته شي د دغه هېواد یو اوسیدونکي خپل کلی د ټرمپ په نوم کړ او ځينو سیاسي ډلو يې د زیږدنې ورځ ولمانځله.

داسې ښکاري، چې د دوی خبرې به مثبتې پایلې ولري.

د دغو خبرو اترو نور جزیات نه‌دي نشر شوي، خو د راپورونو پر بنسټ دغه کتنه به د هندوستان او امریکا اړیکې لا پياوړې کړي.

هند یوازنی هېواد دی، چې د ټرمپ له‌خوا يې پخوا هم صفت شوی و.

داسې ویل کيږي، چې د امریکا اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرامپ په هندوستان کې له پخوا نه هم شخصي جایدادونه زیات لري او خورا زیاته پانګونه يې په دغه هېواد کې کړې ده.

پاکستان او هندوستان هغه دوه هېوادونه دي، چې د امریکا سره د اړیکو په رغولو کې تر بل هر هېواد خورا زیاتې هڅې کوي، خو په‌دې وروستیو کې امریکا د پخوا په شان پاکستان ته زیاته لیوالتیا نه ښي او پاکستان ته د پخواني دوست په سترګه نه ګوري.

په دغه برخه کې هندوستان په بریالیتوب روان دی، چې دا دی د هغوی مخامخ لیدو له‌پاره هم سپینې ماڼۍ سینه ډبولې.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام