د ترکيې غېر دولتي رسنۍ خبر ورکوي، چې د دغه هېواد سرحدي سيمې ته نژدې په سوروچ سيمه کې ځانمرګی برید شوی، چې له امله يې ۲۸ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور يې ټپیان دي.
د راپورونو پر بنسټ دغه چاودنه د ترکيې په یو علمي مرکز کې رامنځ ته شوې.
د ځينو بهرنيو رسنيو په حواله، له چاودنې وروسته سم دلاسه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، چې د ځينو ټپيانو حالات هم خورا خطرناک ارزول شوي دي.
چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې په دغه علمي مرکز کې فرهنګي خبري غونډه جريان درلود.
د راپورونو پر بنسټ په دغه فرهنګي کنفرانس کې زیات شمېر ځوانانو ګډون کړی وو.
د چاودنې له امله د علمي مرکز شاوخوا کورونه هم سخت زيانمن شوي دي.
داسې ويل کيږي، چې داځل ترکي چارواکي د داعش ډلې له لوري په نښه شوي وي او دغه چاودنه د داعش ډلې له لوري شوې وي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د داعش ډلې حضور په افغانستان کې هم د افغان حکومتي چارواکو له لوري تایید شوي دي.
د افغانستان د ملي امنيت له لوري په دې وروستيو کې د داعش ډلې د مشرانو د وژل کېدو راپورونه هم زيات خپريږي.
له دې وړاندې د شانهګای په غونډه کې، چې دروسيې په اوفای ښار کې جوړه شوې وه، افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، چې داعش يواځې افغانستان ته نه بلکې د سيمې هېوادونو ته هم خطر پېښولی شي.
افغان ولسمشر وړانديز وکړ، چې د داعش ډلې پر وړاندې د مبارزې له پاره باید یو سيمه ییز میکانیزم رامنځ ته شي.
د ولسمشر دغه وړاندیز د شانګهای سازمان له لوري و منل شو او په نژدې راتلونکي د وزیرانو په کچه په کابل کې د دغه ستراتيژۍ په اړه د بحث په موخه د غونډې جوړېدو ژمنه وشوه.
غني وړاندې له دې د يوې بهرنۍ رسنۍ سره د ځانګړې مرکې پر مهال ويلي وو، چې که د داعش له پاره د مبارزې په موخه د سيمې هېوادونه او نړۍ مرسته ونه کړي، نو لرې نه ده، چې د نړۍ زیات هېوادونه له دغې ناوړې پديدې څخه په امان پاتې شي.
داسې ښکاري، چې اوسمهال داعش د ټولې نړۍ له پاره په سر خوږی بدليدونکې ډله بدليږي او ترکيه یو له هغو اروپايي هېوادونو په ډله کې شمېرل کيږي، چې دغه بريد په کې د پېل په څېر شمېرلی شو.
وړاند له دې د امريکا ولسمشر بارک اوباما هم ويلي وو، چې د داعش ډلې سره اوږدمهالې مبارزې ته اړتيا ده.





