د برېټانیا ۴۶،۵ میلیونه وګړي به د دې هېواد د برخلیک له پاره رایې ورکړي

د برېټانیا هېواد خلک به نن (پنج شنبه، د جون پر ۲۳مه) د یوې ټول پوښتنې په موخه د دې له پاره رایې ورکوي، چې د اروپا په اتحادیي کې د برېټانیا هېواد پاتې شي او که نه.

دغه ټول پوښتنه په تېرو ۶۰ کلونو کې د اروپا په تاریخ کې ستره پېښه ده، چې په دې موخه ۴۶،۵ میلیونه برېټانویان خپله رایه وکاروي.

ویل کېږ، چې نن ورځ به د ګهیځ له ۷ بجو د شپې تر ۱۰ بجو برېټانویان رایه اچونه وکړي.

دا د برېټانیا هېواد درېیمه ستره ټول پوښتنه ده.

د اروپا په اتحادیې کې د برېټانیا په پاتې کېدلو له دې اتحادیې نه د دې هېواد وتلو په سره له څلورو میاشتو اختلاف وروسته بلاخر د برېټانیا هېواد وګړیو خپله وروستۍ پرېکړې له پاره رایه ورکوي.

د اروپايي ټولنه ستره اقتصادي او سیاسي ټولنه ده، چې ۸ غړي لري او د دې ټولنې غړي تل په خپلو ګډو اقتصادي او سیاسي ګټو له پاره پرېکړې کوي.

د یادونې ده، اروپايي ټولنه په جوړښت کې د اروپايي اتحادیې شورا، د اروپايي ټولنې پارلمان، د اروپايي ټولنې کمېسیون، د اروپايي ټولنې عالي محکمه، د اروپايي ټولنې مرکزي بانک او نور اداري جوړښتونه په کې موجود دي.

برېټانیا هېواد په ۱۹۷۲ کال د جنوري پر ۲۲مه د اروپايي ټولنې غړی شو.

دا ټول پوښتنه په داسې حال کېږي، چې ډېویډ کامرون په ۲۰۱۳ کال کې ژمنه کړې وه، چې که په راتلونکیو ټاکنو کې بریالی شي؛ په اروپايي ټولنه کې به د برېټانا موجودیت یوې ټول پوښتنې ته وړاندې کړي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام