کرونا د دغه ویروس پېژندونکی ډاکټر هم وواژه

چینايي رسنۍ وايي، هغه ځوان ډاکټر چې د لومړي ځل لپاره یې په چین کې د کرونا ویروس د پیدا کېدو خبرداری ورکړی و، د همدغه ویروس له کبله ووژل شو.

ډاکټر لي ون‌لیانګ چې ۳۴ کاله عمر یې درلود او د چین په ووهان ښار کې ډاکټر و، په تېره ډسیمبر میاشت کې یې دغه ویروس وپېژنده.

د چین د ووهان ښار پولیسو له هغه وروسته چې ډاکټر لي د سارس ناروغۍ په څېر د یوې بلې ناروغۍ د پیدا کېدو خبر ورکړ، له نوموړي وغوښتل چې په اړه یې هېڅ ونه وايي او دا خبرداری یې هم ورکړی و چې ښايي د عامه ذهنیتونو د ګډوډولو او پر دروغو ولاړو معلوماتو د خپرولو له کبله ونیول شي.

چین پرون اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۸ زره کسانو ته ورسېده.

د چین روغتیايي سرچینو خبر ورکړی چې تر دوو ورځو وړاندې پورې د یاد ویروس له کبله ۵۶۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پر چین سربېره، د نړۍ په ۲۷ نورو هېوادونو کې هم پر کرونا ویروس خلک اخته شوي دي.

اړوند مطالب:

په افغان‌ـ‌جاپان روغتون کې د کرونا د کنټرول ځانګړې څانګه جوړه شوه

«د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره د روغتیا وزارت چمتووالی بسنه نه کوي»

نړۍ کې د بېړني حالت اعلان؛ د روغتیا نړیوال سازمان: کرونا بايد مهار شي

پر کرونا د اخته کېدو مخنیوي لپاره د روغتیا وزارت چمتووالی

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام