د امریکا د دفاع وزیر ایش کارټر ویلي دي، چې که له روسیې سره دښمني نه کوي؛ نو د ځان دفاع حتمي کولی شي.
د رسنیو د معلوماتو له مخې د امریکا دفاع وزیر ایشټن کارټر نن د (جونه په ۲۳مه) د جرمني له پلازمېنې برلین نه په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې امریکا له روسيې سره کومه دښمني کول غواړي او نه هم د کوم جنګ د راپيدا کولو تمه لري، خو د اړتیا پر وخت به امریکا له خپل ځانه ضرور دفاع کوي.
هغه وویل، اوسمهال چې غربي هېوادونو ته کوم خطرونه متوجې دي؛ په هغه کې د اوکراین موضوع یواځې یوه خوا ده.
د امریکا د دفاع وزیر وویل، چې پر روسيې به تر هغه وخته پورې اقتصادي بندیزونه لګېدلي وي، چې په اوکراین کې یې خپلې لاسوهنې نه وي بندې کړي.
هغه وړاندې وویل، چې د غربي هېوادونو له خوا مسکو ته خبرداری ورکول کېږي، چې د تېر په شان دې له هیڅ هېواد سره د لاسوهنې په ډول له زور زیاتي کار نه اخلي.





