
تېره ورځ د اسلام اباد ایبټ اباد ښار په حوېلیان سیمه کې د "پي، ای، اې" یوه الوتکه غورځېدلې، چې تر اوسه ترې د ۲۴ تنو مړي ویستل شوې دي.
د رویټرز خبري اژانس وايي، چې په دغه الوتکه کې ۴۲ مسافر او ۵ تنه عمله سپاره ول او له چتراله اسلام اباد ته تلله.
د یاد اژانس پر وینا، ښايي په دغه الوتکه کې هیڅوک هم ژوندی نه وي پاتې.

د راپور پر بنسټ، په دغه پېښه کې سندرغاړی جنېد جمشېد، چې اوس تبلیغي شوی دی له خپلې مېرمنې سره یوځای مړ دی.
همدارنګه په الوتکه کې ۳ تنه بهرنیان، چې د چین، جرمني او اسټرالیان اوسېدونکي وو هم سپاره ول.
د "پي، ای، اې" الوتکه د ماسپښین په درېيو بجو له چترال هوايي ډګره الوتې وه، چې د اسلام اباد بېنظیر بوټو هوايي ډګر کې يې د ناستې نیت درلود.





