د امريکا متحده ایالاتو د باندنيو چارو وزیر جان کري او د ایران د بهرنيو چارو وزیر جواد ظریف ترمنځ د ضرب الاجل څخه وړاندې هغه اټومي خبرې اترې بیا پېل شوې، چې یو ځل مخکې غربي هېوادونو مشران د رایو په اتفاق سره پر ایران د یورانيم پر غني کولو بندیز لګولي وو.
کله چې خبريالانو د ایران د باندنيو چارو وزیر څخه د ایران د اټومي مسلې په باب و پوښتل، نو ده په ځواب کې وویل، چې ایران غواړي د ضرب الاجل څخه وړاندې خبرې اترې پېل کاندي، خو د خبريالانو دغې پوښتنې ته بیا جان کري ځواب ور نه کړ او خاموشه پاتې شو.
جواد ظریف د ایران دولتي ټلويزیون کې د وينا پر مهال وویل، چې د متحده ایالاتو او ایراني انجينيرانو او ساینس پوهانو په موجودیت سره، نور دغه سوال نه پېدا کيږي، چې ایران غواړي اټوم بم جوړ کړي او يا د غني کولو په حالت کې يې دي.
په راتلونکو خبرو اترو کې به د ایران او متحده ایالاتو له لوري هڅې وشي، چې پر ایران د لګول شويو اقتصادي بنديزونو حلقه ماته شي.
راپورونه وايي، که چېرې د ایران او امريکا ترمنځ اټومي اختلافاتو ته د پای ټکی کېښودل شي، نو په دې سره به په منځني ختيځ هېوادونو کې هم ثبات ټينګ شي.
په راتلونکو خبرو اترو کې، چې د سویس په پلازمېنه جينوا کې ترسره کيږي روسیه، فرانسه، بریتانيا، جرمني او چين پياوړو هېوادونو له لوري به یو د حتمي حل لاره پېدا کيږي.
د امريکايي مقاماتو له لوري ويل شوي، چې د امريکا متحده ایالاتو د باندينو چارو وزیر جان کري او سیال جواد ظریف ترمنځ خبرې اترې سبا (جون ۱) نېټې پورې به هم دوام ولري.
یاده دې وي، چې د تېر اپرېل میاشت په دويمه نېټه د ایران او امريکا متحدینو ترمنځ د یاد هېواد پر اټومي مسلې پرمختګ شوی وو او په پایله کې د نړۍ طاقتور هېوادونه په دې سره سلا شول، چې باید پر ایران اقتصادي بندیزونه را کم کړی شي.





