د یونان ماليې وزیر له دندې استعفا وکړه

د یونان د ماليې وزیر یانیس واروفاکیس نن دوشنبې د (جولای په ۶مه) له اروپايي ټولنې سره په مخالفت د پور ورکوونکیو په مذاکراتو کې د برخې د نه اخیستلو له امله له خپلې دندې استعفا وکړه.

واروفاکیس په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، چې د اروپايي ټولنې یو شمېر غړي موافق نه وو، چې دی په مذاکراتو کې برخه واخلي.

دغه یونانی چارواکی په داسې حال کې له خپلې دندې استعفا کوي، چې په یونان کې تېره ورځ د یوې ټولپوښتنې په ترڅ کې د اروپايي ټولنې د ریاضت اقتصادي سیاست  ته، د دغه هېواد په مقابل کې منفي رایه ورکړې وه.

په دغه ټولپوښتنه کې ۶۳ سلنه رایه ورکوونکیو، د ریاضت اقتصادي سیاست او د اروپايي شرکتونو د پور ورکونې موضوع په منفي رایې سره رد کړې ده.

د اروپايي اتحاديي مشر دونالدو توسک ویلي دي، چې د سه شنبې په ورځ به اروپايي دولتونو له خوا به یونان ته د پور ورکونې په اړه غونډه جوړه شي او په دغه حوزه کې د یونان د پاتې کېدلو په اړه به هم خبرې وشي.

 

د یونان له ټولپوښتنې نه وروسته په بازارونو کې د یورو ارزښت رالوېدلی دی.

یونان له ۲۰۰۸ کال اقتصادي ناورین څخه وروسته ګډه وډه شوه او د اروپايي اتحاديې د پورونو پورې وتړل شو.

د یورو حوزې له خوا دغه هېواد ته د مرستو د تمدید او نويوالي په پار یو شرط دا و، چې د اقتصادی ریاضت سیستم اجراکول وو، خو د سریزا ګوند له واک ته رسېدو سره د الکسیس سيپراس له خوا د ټولپوښتنې په ترسره کولو سره اقتصادي ریاضت د یونان د دولت له خوا منفي رایه واخیستله او رد شوه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام