داعشیانو د روسيې له وېرې ږیرې خرېیلي او د ښځو په جامو کې تښتېدلي

راپورونه وايي، چې په سوريه کې د داعش ډلې ځينې جنګيالي د جنګ په مېدان کې خپلې ږيرې تراشلي او په ښځينه لباسونو او حجابونو کې ترکيې له لارې په ډله ییزه توګه اروپايي هېوادونو ته تښتېدلي دي.

د ډېلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه جنګيالي هغه مهال تېښتې ته ملاګانې وتړلې، چې روسیه اعلام وکړ، چې نظامي ځواکونه به يې په سوريه کې د داعش جنګيالي سخت وځپي او د دوی پر وړاندې د بشار اسد پلوي هم وکړي.

د سنډي ټایمز خبريال له خوا د سوريې حلب ښار ته نژدې دغه انځور اخیستل شوی او هغه ويلي، چې دغه جنګيالي ټول په ښځينه لباس کې د روسيې له ويرې ږيرې د جنګ په مېدان کې پرې ايښي او ډله ډله د روسيې د نظامي بريد له ويرې د ترکيې له لارې اروپايي هېوادونو ته د تګ په نيت تښتېدلې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو بريدونو کې سوريې په غربي سيمه حما کې شاوخوا ۴۰ تنه د داعش ډلې جنګيالي په هوايي بريدونو کې ووژل شول.
د ويلو ده، چې له دې وړاندې روسيې د داعش ډلې ته ګواښ وکړ، چې دوی به د داعش ډله په مستقيم ډول تر خپلو پوځي بريدونو لاندې راوړي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ويلي و، چې دی د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي مړ نه بلکې ژوندی غواړي، ځکه پلان لري، چې وپوهيږي دغه ډله د چا له لوري تمويليږي؟ او غواړي څه وکړي؟.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام