په اسټرالیا کې دوه بېلابېل اعتراضونه په تاوتریخوالي واوښتل

د نړېوالو رسنيو د راپور له مخې په اسټرالیا کې د کډوالو پلویانو او مخالفانو ترمنځ اعتراضونه په تاوتریخوالي واوښتل.

د اسټرالیا د ملبورن ښار نن سهار (یکشنبه می ۲۹مه) د دوو بېلابېلو اعتراضونو شاهد و.

د معترضانو لومړۍ ډله ګډون کوونکي، چې شمېر يې شاوخوا ۳۰۰تنو ته رسېده د اسلام ضد شعارونه ورکول.

خو دویمه ډله يې بیا په اسټرالیا کې د نژاد پالنې پر ضد سړکونو ته راوتلي و.

دوی د خپل اعتراض پرمهال ویل، چې په دې وروستيو کې په اسټرالیا کې نژاد پالنه زیاته شوې.

دغه اعتراضونه هغه مهال په تاوتریخوالي واوښتل، چې لومړۍ ډله د بیرقونو د ډنډو په واسطه له مخامخ کېدو وروسته پر دويمې ډلې برید وکړ.

د اسټرالیا پولیسو هم د معترضانو د خلاصون په موخه اوښکي بهوونکي ګاز استمعال کړ.

همدارنګه د یو بل خبر له مخې د وطن دوستانو متحدې جبهې له لوري هم د ملبورن په ښار کې اعتراضونه وشول.

دغه جبهه په اسټرالیا کې د کډوالو او مسلمانانو په ضد جوړه شوې ده.

د اسټرالیا لومړي وزیر مالکوم ترنبول وویل، اسټرالیا هغه هېواد دی، چې د بېلابېلو فرهنګونو وګړي په کې اوسيږي او فرهنګي تنوع د دغه هېواد یوه لویه لاسته راوړنه ده.

د ترنبول پر وینا، هیڅوک حق نه لري، چې اسټرالیا دغه فرهنګي او ارزښتي تنوع اصل تر پښو لاندې کړي.

په منځني ختیځ کې د "داعش" ډلې له ظهور وروسته، د اسټرالیا د مسلمانانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی.

د سیدني پوهنتون له لوري د ترسره شوې نظر پوښتنې پر بنسټ د نورو کلونو په پرتله په دې وروستیو کلونو کې د اسټرالیا مسلمانان زیات توهین او تحقیر شوي او همدارنګه د نژادي تاوتریخوالو سره هم مخ شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام