د لندن په هوايي ډګر کې د نړیوالې جګړې بم موندل شوی

د لندن ښار سیټي هوايي ډګر ټولې کورنۍ او بهرنۍ الوتنې وروسته له هغې لغوه شوې، چې له دویمې نړیوالې جګړې د راپاتې شوي ناچاوده بم موندو خبر ورکړل شو.

دغه ناچاوده بم په هوايي ډګر کې د پلان شویو چارو ترسره کولو پرمهال موندل شوی دی.

د دې هوايي ډګر په وېب‌پاڼه کې راغلي چې په مهال وېش کې د نن ورځې (دوشنبه) له‌پاره ۲۶۱ ورودي او خروجي الوتنې لرلې.

دغې رخصتۍ د ۱۳۰ الوتنې ځنډولي او ۱۶۰۰ مسافران یې له سفرونو راګرځولي دي.

دا ناچاودلی بم پرون سهار د ځايي وخت پر ۵ بجو د پنځم جورج په لمنه کې کشف شو. د پولیتن میترو پولیس وایي چې سیټي هوايي ډګر د شپې ۱۰ بجې هغه مهال وتړل شو چې پولیس له سمندري ځواکونو سره یو ځای د دې بم په خنثا کولو بوخت شول.

د سیمې اوسېدونکي په هماغه شېبه د خپلو کورونو پرېښودلو ته مجبور شول.

د هوايي ډګر مسوولان له پولیسو او سمندري ځواکونو سره مرسته کوي چې دا بم خنثا کړي او وضعیت ژرترژر نورمال شي.

بریتش، فلایب سیټي جیټ، کې. اېل. اېم او لوفت هانزا هغه هوايي شرکتونه دي چې په‌دې هوایي ډکر پروازونه لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام