
په هند کې د بشرحقونو یوې فعالې له ۱۶ کلونو وروسته خپل غذایي اعتصاب مات کړ.
مېرمن ایروم شرمیلا هندي وګړې ده او په ۲۰۰۰ ز کال کې یې د دې هېواد په مانیپور ایالت کې د هند د ځانکړو ځواکونو د واکونو په ضد اعتصاب وکړ.
ویل کېږي، چې دا په نړۍ تر ټول اوږد عذايي اعتصاب و.
مېرمن ایروم شرمیلا ۴۴ کلنه ده او تېره ورځ یې اعلان وکړ، چې پرېکړه یې کړې، خپل اعتصاب پای ته ورسوي.
دغه مېرمن وایي، د هند حکومت یې نه یوازې غږ وانه ورید، بلکې د دې په خلاف هڅه کوي.
ایروم شرمیلا وايي، پرېکړه یې کړې، له دې وروسته د هند په ایالتي ټاکنو کې ګډون وکړي او په سیاست کې ورګډه شي.
په هند کې د بشرحقونو فعلانو ژمنه کړې، چې دوی به په دې هېواد کې د انساني حقونو له پاره مبارزه کوي.





