
د استکهلم سولې نړۍوال څېړنیز انسټیټوت د راپور پربنست د سړې جګړې له وخت راهیسې په ۲۰۱۷ کال کې نظامي بودیجه ترټولو زیاته لوړه شوې ده. په دغه کال کې د نړۍ نظامي بودیجه یو تریلیون او ۷۳۹ میلیاردو ډالرو ته رسېدلې وه؛ چې دا شمېره د ۲۰۱۶ کال پرتلې ۱،۱ سلنه زیاتوالی ښيي.
د امریکا متحده ایالاتو تېرکال د خپلو امنیتي سرتېرو او نظامي صنایعو لهپاره ۶۱۰ میلیارده ډالره لګښت کړی چې دا شمېره د نړۍ د ۲۰۱۷ کال د ټولې نظامي بودیجې ۳۵ سلنه برابروي او په دې سره امریکا د نظامي بودیجې لګښت نوملړ په سر کې ځای لري.
په دغه درجه بندۍ کې چین د ۲۲۸ میلیاردو ډالرو په لګښت دویم او عربستان د ۶۹،۴ میلیاردو ډالرو په لګښت دریم ځای لري. روسیه چې له ۱۹۹۸ کال راوروسته په ۲۰۱۶ کال کې د نظامي بودیجې زیاتېدو له اړخه دریم ځای خپل کړی و په ۲۰۱۷ کال کې یې خپله نظامي بودیجه راکمه کړې ده. روسیې په ۲۰۱۷ کال کې خپله کلنۍ نظامي بودیجه ۲۰۱۶ ته په پرتلې ۲۰ سلنه راکمه کړې ده؛ د راپور پربنسټ په دې ترتیب سره په نوملړ کې څلورم ځای لري.

د اسیايي او اقیانوسیه هېوادونو نظامي بودیجه اروپايي او اتلانتیکي هېوادونو ته په پرتلې په ۲۰۱۷ کال کې زیاتې شوې دي.
د نظامي پروژو او اندېشکده سیپري (استکهلم) وسلو مشرې څېړونکې سیمون وزمن په باور د چین او ګاونډیانو ترمنځ لانجې د اسیايي هېوادونو د نظامي بودیجو زیاتوالي لامل شوي دي. د استکهلم سولې نړۍوال څېړنیز انسټیټوټ رییس جان الیسون وايي، دا چاره اندېښمنونکې ده او په نړۍ کې سولې ته رسېدل ستونزمنوي.
له ۱۹۹۹ کال راهیسې تر ۱۳ کلونو پورې په نړۍ کې نظامي بودیجې نسبتا ثابتې وې. خو په وروستیو کلونو کې یوځل بیا د جګړې د کلونو په څېر مخ پر زیاتېدو دي.





