د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د شانګهای په ۱۵ مه ناسته کې ويلي، چې غربي هېوادونه په ځانګړي ډول امريکایان په تېره یوه لسيزه کې د افغانستان په جنګ کې پاتې راغلي او په دې نه دي توانېدلي، چې د دغه هېواد په امنيت کې د پام وړ بدلون راوړي.
هغه د روسيې اوفای ښار کې د اسیا مهمو هېوادونو مشرانو سره له خبرو وروسته رسنيو سره د مرکې پر مهال په دې اړه جدي اندېښنه وښوده.
پوتين د جمعې په ورځ خبريالانو ته ويلي، چې نړېوال ځواکونه په ځانګړي ډول امريکا د افغانستان په امنيت کې د کېفي مثبت تغيرات راوستو په برخه کې په پوره ډول ناکام شوي دي.
پوتين همدارنګه د شانګهای سازمان په کلنۍ ناسته کې، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم حضور درلود زياته کړې، په افغانستان نوې افراطي او تروریستي ډله په شدت سره نفوذ کوي او په وینا يې دغه مسله دوی سخت اندېښمن کړي دي.
ولاديمير پوتين د شانګهای په ۱۵ مه ناسته کې په افغانستان د داعش حضور تایید کړ او ويې ویل، چې دغه ډله د سيمې هېوادونو امنيت ته ګواښ پېښولی شي.
دا په داسې حال کې ده، چې روسیه له دې وړاندې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د ملاتړ له پاره شين څراغ هم ښودلی دی.
روسیه افغانستان ته د امريکايي او ناټو پوځي تجهيزاتو د راتګ له پاره دغو ځواکونو ته اجازه ورکړه، چې د دغه هېواد له ۳۲۰۰ ميلو څخه استفاده وکړي.
روسیه د يو پياوړي هېواد په توګه نه غواړي، چې د امريکا په شان نړېوال ځواک يې ترڅنګ وي.
دغه هېواد په افغانستان د امريکا له میشت څخه سخت په ويره کې ده او نه غواړي امريکايي پوځيان يې هېواد ته نژدې شي.
څو لسیزې وړاندې امريکا د پاکستان په واسطه په افغانستان کې مجاهدين تمویل کړ او د شوروي اتحاد ځواکونو ته يې سخته ماتې ورکړه.





