
د بنگله دیش امنیتي چارواکي وایي، چې په نیول شویو کې لسګونه بنسټپالي هم شامل دي.
د "ټایمز آف انډیا" ورځ پاڼې د رپوټ پربنسټ په ډاکه کې پر هندو لږه کیو د اسلامي تندلارو د تیرې اوونۍ له برید وروسته، نړیوالې ټولنې او یو شمیر بنګلادیشیانو په دغه هیواد کې د لږه کیو امنیت په اړه اندېښنه ښودلې.
د بنګله دیش یو شمیر مدني فعالانو تیره ورځ په ډاکې ښار کې د لاریون په ترڅ کې له حکومته وغوښتل، چې د بنسټپالنې پرضد مبارزه کې سستي و نه کړي.
له بله پلوه، څه موده مخکې د بنګلادیش پولیسو د اسلامي اورپکو څو پټنځایونه په نښه کړل او د ویره اچونې په تور یې شاوخوا ۱۶۰۰ کسان ونیول.
د ډاکې د پولیسو ویاند قمرالاسلام وایي، چې زیات نیول شوي واړه مجرمین دي، خو ۳۷ اسلامي اورپکې هم پکې دي.
دی زیاتوي په نیول شويو کې د ممنوعه ډلې جماعت المجاهدین بنګلادیش ۳ غړي هم شامل دي.

دا داسې مهال ده چې له څه مودې راهیسې د شیخ حسینه واجد حکومت تر کلکو نیوکولاندې راغلی.
په بنګله دیش کې د مدني تولنې او بشري حقونو فعالان وایي، چې د شیخ حسینه واجد حکومت د بنګلادیشیانو امنیت ساتنې توان نه لري.
دوی وایي، چې د بنګلادیش حکومت لاهم نه دی توانیدلی د تیرکال هغې چاودنې عاملان محاکمه کړي چې ۱۸ کسان په کې ووژل شول.
په وروستیو کلونو کې په بنګلادیش کې د اسلامي بنسټ پالو شمیر مخ په زیاتیدو دی، چې په هغه هیواد کې سیکولار وبلاګ لیکونکي، د خیر ښیګڼې موسسو بهرني کارکونکي، د پوهنتونونو استادان او نور دیني او مذهبي لږه کي لکه عیسویان او شیعه ګان په نښه کوي.
د بښنې نړیوال سازمان د بنګلادیش پر حکومت د ناغیړي تور لګوي او وایي، په دې سره په بنګلادیش کې د معافیت فرهنګ پراخیږي.





