امریکا په سویلي کوریا کې د توغندیو پرمختللی سیستم ځای پر ځای کوي

د شمالي کوریا هستوي ازمایښت او د توغندیو له پروګرام نه وروسته د امریکا متحده ایالاتو هوډکړی، چې په سویلي کوریا کې په هوا کې د توغندیو د له منځه وړلو پرمختللی سیستم (THAAD) ځای پر ځای کړي.

په دې وروستویو کې سویلي کوریا د دواړو هېودونو د ګډصنعتي پارک برېښنا او اوبه قصع کړې، چې په غبرګون کې یې شمالي کوریا د سویلي کوریا کاریګر له خپل هېواده وویستل او ورسره مالونه یې ضبظ کړل.

د اسوشېټېډ پرس د راپور پربنسټ د توغندیو دغه دفاعي پرمختللي سیستم د لېږدلو تیارې د تېرې جمعې په شپه د امریکا د تګزاس ایالت څخه د سویلي کوریا د اوسان هوايي ډګر پر لور حرکت وکړ.

دغه توغندي د دې وړتیا لري، چې په هستوي خولیو سمبال توغندي په هوا کې په نښه او له منځه یوسي.

د امریکا دغه کار د چین او روسیې هېواد غوسه راپارولې ده.

د چین هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د امریکا دغه ډول اقدام په اړه جدي غبرګون ښکاره کړی او د شمالي کوریا سره یې د خبرو اترو په مسله ټینګار کړی دی.

د سویلي کوریا حکومت یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وايي، چې دغه دفاعي سیستم سامان یوازې د دې له پاره راوړل شوی دی، چې د شمالي کوریا له احتمالي برید نه مخنیوی وشي.

ده زیاته کړې ده، چې له دې پرته په سیمه کې د بې ثباتۍ او نور کارونو له پاره کار نه اخیستل کېږي.

د امریکايي ځواکونو یو مشر قوماندان جنرال توماس وندال ویلي دي، دغه دفاعي سیستم د سامانونو لېږد دوی د شمالي کوریا د ګواښ په مقابل کې ډاډمنوي.

دغه چمتووالي په داسې حال کې نیول کېږي، چې د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون نظامي ځواکونو ته امر کړی و، چې د سویلي کوریا سره په پولو کې د تیارسي په حال کې وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام