د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما ټېنګار کوي، چې اسراییلي چارواکي دې د فلسطین دسولې په اړه داسې ګامونه پورته کړي، چې دا ستونزه حل شي.
اوباما زیاته کړې د فلسطین د ستونزې دحل په برخه کې نړیواله ټولنه پر اسراییلو باور نه لري.
د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما اسرايیلي ټلویزيون سره د مرکې پر مهال ويلي، چې په فلسطین کې د امن راوستو له پاره باید اسراییلي چارواکي عملي اقدامات وکړي او فلسطین د یو اړخ په توګه ومني.
بارک اوباما ویلي، د فلسطین په اړه د نتنیاهو له وروستيو کړنو او ویناوو داسې ښکاري، چې نوموړی نه غواړي په فلسطین کې سوله او ثبات راشي.
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په وينا، که چېرې د اسراییلو له لوري په فلسطین کې د (دسولې ټېنګښت) په نوم د اروپايي هېوادونو خبرې شاته وغورځول شي؛ نو امريکا به مجبوره شي، چې په ملګرو ملتونو کې د اسرايیلي حکومت د ملاتړاو دخپل دريځ په اړه بیا له سره کتنه وکړي.
له بل لوري د اسرايیلو د بهرنيو چارو وزارت مرستیال (تزپي هوتو) ويلي، چې اسراییل به د فلسطین په تړاو د خپلو پالسيو په اړه د هيچا خبره ونه مني.
د نوموړي په خبره دوی په خپلو پريکړو ولاړ دي او په فلسطین کې به د امن ټېنګښت چارې جاري ساتي.
د اسرايیلو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال په وينا، اسرائیل په خپلو خبرو ولاړ دی او فلسطین خپله ځمکه مني.
هغه وايي، فلسطین يواځې د اسرايیلو حق دی او هيڅوک به يې له دغې داعيې څخه شاته نه کړي.
تزپي هوټو ویلي، زمونږ د قومونو پريکړه دا ده، چې فلسطين د اسراییلو حق دی او باید اسراییلو ته تسلیم شي، څو دلته اسرائیلي نظام پېل شي.





