د اسپانیې شاه د الماس ډالۍ په ۶،۷ میلیونو ډالرو وپلورل شوه

د اسپانیې شاه پنځم فلېپ د فارنیس بلو په نوم یو شین رنګی الماس چې ۳۰۳ کاله مخکې یې خپلې مېرمنې الیزابت فارنیز ته ډالۍ ورکړی و، نن ورځ په جنیوا کې په یوې بولۍ کې په ۶،۷ میلیونه ډالره پلورل شوی دی.

دغه الماس د بولۍ پرمهال په ۴ دقیقو کې وپلورل شو خو د دغه ارزښتمند الماس د پېر په اړه جزیات نه دي موجود.

دغه بې ساری شین الماس ۳۰۰ کاله د اروپا هېوادونو شاهي کورنیو غړیو او څو ځلې د اسپانیې، فرانسې، ایټالیا او اتریش په شاهي کورنیو کې لاس په لاس له نسلونو راهیسې انتقالېدو.

له پلور مخکې د دغه الماس بیه له ۳،۷ تر ۵،۳ میلیونو ډالرو پورې اټکل شوی و.

فارنیس الماس ۶،۱۶ قراطه وزن لري او د هند له ګولکونډه سیمې له کانه ترلاسه شوی دی. دا الماس یو وخت د فرانسې د ملکې مري انتوانت په تاج کې کېښودل کېښودل کېده.

فارنیس الما له پلور مخکې د لندن، نیویارک، سنګاپور او تایپي په ښارونو کې نندارې ته کېښودل شوی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام