د بریتانویانو د ټولپوښتنې پایله: بریتانیا دې له اروپايي اتحاديې ووځي

تېره ورځ (پنجشنبه جون ۲۳مه) سهار مهال په ټوله بریتانیا کې د اروپایي ټولنې د غړیتوب په تړاو رایې اچونې پېل شوې.

د ټولپوښتنې(ریفرینډم) نتیجه دا شوه، چې بریتانیا باید نور له اروپايي ټولنې ووځي.

د راپورونو پر بنسټ، ۴۸ سلنې بریتانیوي رای اچوونکو اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدو او ۵۲ سلنې نور يې بیا د وتلو په پلوۍ خپلې رايې کارولې دي.

خو د رای اچونې د پېل سره سم په هغه هېواد کې د پونډ ارزښت کې ډېر کموالی راغی.

ځينې راپورونه وايي، چې د ډالرو په مقابل کې د پوڼد ۱،۴ سلنه ټيټوالی له ۱۹۸۴ کال راهیسې تر ټولو زیات ټیټ والی ښي.

د رایو اچولو نتیجه دا شوه، چې شاوخوا ۱۶ میلیونه وګړي په اروپايي ټولنه کې د دغه هېواد د پاتې کېدو او نږدې ۱۸ میلیونه يې د وتلو پلوي وکړي.

په دغه رای اچونه کې د ټولې بريتانیا ۷۲ سلنه وګړو برخه اخیستې وه.

د یاد هېواد قوانین داسې وايي، چې باید له هر ډول رایې اچونې مخکې ګډون کوونکي نوم لیکنه وکړي.

له بریتانیا څخه په خپرو شویو راپورونو کې راغلي، چې په دغه ټولپوښتنه یا ریفرینډم کې نږدې ۴۶ میلیون او ۵۰۰ زره کسانو نوم لیکنه کړې وه.

د بریتانیا نفوس اوسمهال تر ۶۵ میلیونو او ۱۰۰ زرو شاوخوا اټکل شوی دی.

د ویلو ده، چې په اروپایي ټولنه کې د بریتانیا د غړیتوب په هکله ریفرینډم په ۲۰۱۵ م ز کال کې د یاد هېواد لومړي وزیر ډېوېډ کامرون په مشرۍ د واکمن محافظه کار ګوند له ټاکنیزو پروګرامونو و.

بریتانیا هغه هېواد دی، چې په ۱۹۷۳ کال کې د "اروپا اقتصادي ټولنې" غړیتوب يې ترلاسه کړ هغه مهال يې نوم اروپايي ټولنه وه او وروسته یې نوم اروپایي ټولنې ته واوښت، خو دوه کاله وروسته ټولپوښتنې ته وړاندې شو او په ۶۷ سلنه رایو د خلکو د منلو وړ وګرځېد.

لا هم د بریتا پریکړه وروستۍ نه ده، ځکه وروستی تصمیم به په دې اړه د بریتانیا پارلمان نیسي.

بریتانیا د اروپايي اتحاديې یو له مهمو او اړینو پایو څخه بلل کيږي، خو که چېرې د دغه هېواد د پارلمان له لوري  ټولپوښتنې پایله تایید شوه، نو نه یواځې دا چې اروپایي اتحاد به له یو سخت حالت سره مخ شي، بلکې د نورو د پاشل کیدو ویره یې هم شته.

داسې احتمال هم شته، چې په دغه ټولنه کې د لاسوهنې له پاره روسیه هم ويښه شي او امریکا له سر خوږي سره مخ کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام