ناسا په نړۍ کې د خوږو اوبو له کموالي جدي خبرداری ورکړ

ناسا ادارې په نړۍ کې د خوږو اوبو کموالی د ۲۱مې پېړۍ تر ټولو ستره ستونزه ګڼي. دا اداره د خبرداري په وروکولو سره وايي، د نړۍ وچې سیمې د اوبو د کمښت له ډېر خطر سره مخې دي.

ناسا ادارې د نړۍ هغه سیمې په کره ډول مشخصې کړي چې د خوږو اوبو له ډېر استعمال وروسته له خطر تر سرې کرښې لاندې دي.

د ناسا ادارې د نوي راپور محققینو ویلي، په وروستیو کالونو کې د نړۍ د باران د اوبو ذخیرې او حوضونه له اوبو ډک شوي او په مقابل کې یې هغه سیمې چې د ځمکې لاندې اوبو نه ګټنه کوي؛ له نامناسبې وچ‌کالۍ سره لاس‌وګرېوان دي.

د ناسا او (جي‌پي‌اېل) ازمایشګاه نوي اطلاعات ښيي چې له ۲۰۰۲ زېږدیز کال راهیسې د خوږو اوبو په ذخیرو کې ژور بدلون راغلی دی.

د هند په شمال او شرق، ختیځ چین، کلفورنیا، د روسیې جنوب، اسټرالیا او منځنۍ اسیا کې د خوږو اوبو کمښت د ځمکې لاندې اوبو نه ډېره استفاده او د هغو حاصلاتو کرل دي چې ډېرې اوبه مصرفوي.

د ناسا په باور، دا سیمې د اوبو د ډېر استعمال په دلیل د خوږو اوبو له کمښت سره مخ دي او د دولتونو له اقدام پرته به په قوي احتمال د اوبو له جدي ستونزې سره مخې شي.

د دې راپور لیکوونکي وايي، ممکن د نړۍ هره سیمه د اوبو له کموالي سره مخ شي؛ خو هغه ځای کې چې خلک د اوبو کمو سرچینو ته لاس‌رسی لري؛ وضعیت ډېر خراب دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام