ملګري ملتونه: ترهګریزې ډلې جنسي زور زیاتی د جنګي وسلې په توګه کاروي

ملګري ملتونه د ۲۰۱۴ کال په اړه په خپاره کړي راپور کې لیکي چې د داعش او بوکو حرام ډلو له خوا دجنسي تېريو، او په زور ودونو کچه لوړه وه.

دملګرو ملتونو منشي بانکي مون د اپرېل په ۱۳ مه ددغه راپور د خپرولو پر مهال وویل چې امنیت شورا دې جنسي زور زیاتی نه یواځې د جنګي الې په توګه بلکې د ترهګريزو کارونو څخه وګڼي.

ملګري ملتونه وايي چې د داعش، بوکو حرام، الشباب، انصارالدین او القاعده ډلو ځپل؛ د جنسي زور زیاتي کوونکو پر وړاندې د جګړې په معنا دي.

په دغه راپور کې راغلي چې په عراق، شام، سومالیه، نایجریا، مالي، لیبیا او یمن کې د ترهګریزو ډلو پلویانو له خوا د جنسي زور زیاتي کچه لوړه ده او دوی يې په اړه اندېښمن دي.

په دغه راپور کې د هغو ۱۹ هېوادونو نومونه یاد شوي، چې په هغو کې د جنسي زور زیاتي پېښې مخ په زیاتېدو دي.

څو میاشتې وړاندې په نایجیریا کې د ترهګرې ډلې بوکو حرام له لورې د یوه ښوونځي ۲۰۰ زده کوونکې تښتول شوې وې او د دغې ډلې مشر ویلي وو، چې تښتول شوې نجونې یې خلکو ته نکاح کړې دي.

بوکو حرام وخت نا وخت په ډله ییزو برمته نیونو لاس پورې کوي. دغه ډله ډیر وخت پر برمته شویو ښځو باندې فشار راوړي چې د یوه جنګیالي مېرمن شي او برمته شوي ځوانان بیا په خپلو لیکو کې د جنګیالیو په توگه جذبوي.

"بوکو حرام" اورپکې ډله هڅه کوي چې د نایجریا په شمال کې "اسلامي دولت" جوړ کړي، خو تېره میاشت په هېواد کې د ټاکنو لپاره ټاکل شوې موده په هېواد کې د ناامنیو له کبله وځنډېده.

د روانې میاشتې لومړیو کې، "بوکو حرام" ډلې په منځني ختيځ کې له "اسلامي دولت" (داعش) ډلې سره خپل بیعت اعلان کړی و.

دغه ډله د عراق او سوریې پر پراخو سیمو واکمنه ده، خو اوس یې لیبیا کې هم فعالیتونه پراخه کړي دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام