
په سریلانکا کې دا ۱۰ ورځنی بېړنۍ حالت وروسته له هغې د کابینې له لوري اعلان شو چې بودایانو د دې هېواد دوه مسلمانان ووژل او په پرلهپسې ډول یې څو جوماتونه وران کړل.
دا پرېکړه له پېښې یوه ورځ بعد نن سهشنبې د سینال د بودایانو او لږکیو مسلمانانو ترمنځ له نښتو وروسته شوه.
په سریلانکا کې له یو کال راهیسې د مسلمانانو او بودایانو ترمنځ نښتو او جنجالونو زور اخیستی. د دوی خپلمنځي اختلافات عقیدوي او دیني جنبه لري.





